پي ټي اېم نن د نقيب مسيد په وړومبي تلين جلسه کوي

پي ټي اېم ټانک جلسه

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) نن د اتوار، يکشنبې په ورځ په ټانک کې د نقيب مسيد په لومړي تلين جلسه راجوړه کړې ده.

د ټانک د ننۍ جلسې په اړوند د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ويلي د نقيب مسيد د وژنې د پېښې کال وشو خو ریاست انصاف ور نه کړو.

د نقيب مسيد وژنه

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد د کال ۲۰۱۸م د جنورۍ په ۱۳م نېټه د کراچۍ د ملير ضلعې په شاه لطیف ټاؤن سیمه کې د پوليس په يوه مقابله کې سره د درې نورو کسانو وژل شوی ؤ.

يادې مقابلې ته په خپله د پوليسو پلټنيزې ډلې جعلي مقابله ويلې وه.

د ملير ضلعې د پوليس د هغه وخت پوليس مشر راؤ انوار ویلي ؤ په مقابله کې يې وسله وال وژلي، خو د نقيب پلار محمد خان دغه تورونه رد کړي او په راؤ انوار يې سره د پوليس ډلې مقدمه درج کړې وه.

د راؤ انوار پټېدل، نيول او ضمانت

راؤ انوار د نقيب مسید د وژنې د پېښې وروسته هغه وخت سره د پوليس ډلې پټ شو چې په ياده مقابله پېښې سپريم کورټ د خپله انده (ازخود) نوټس واخيستو او د راؤ انوار پرضد يې مقدمه درج شوه.

انوار بيا د ملک څخه بهر د تلو هڅه هم کړې وه خو د اسلام اباد په هوايي ډګر ودرول شوی ؤ، هغه بیا د مارچ په میاشت کې سپريم کورټ ته ځان حاضر کړی او په کراچۍ کې پرې د ترهګرۍ د مخنيوي په يو عدالت کې مقدمه چلول شوې وه.

ياد عدالت راؤ انوار ته د جولايۍ په مياشت کې په ضمانت د خوشي کېدو منظوري ورکړې خو د نقیب کورنۍ په عدالت د تعصب تور لګولی دی.

انوار چې څو ورځې وړاندې د پوليس محکمې نه ريټايرډ شو سپريم کورټ ته یې خواست کړی چې د سفري بندېزونو د فهرست نه يې نوم بهر کړي خو عدالت يې خواست رد کړی دی.

د پي ټي اېم لومړۍ غوښتنه نقيب ته انصاف

پي ټي اېم د منظور پشتين په مشرۍ په ۲۶م جنورۍ ۲۰۱۸ نقيب مسيد ته د انصاف ورکولو ترڅنګ د پينځه ؤ غوښتنو سره د ډېره اسماعيل خان څخه د اسلام اباد په لور په خپلو پښتو لاريون پېل کړی ؤ.

پي ټي اېم په هغه وخت دا پينځه غوښتنې لرلې،

١ـ د نقيب مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي.

٢ـ د عدالتونو د فیصلو پرته دې د امنیتي ادارو لخوا وژنې بندې کړی شي.

٣ ـ د امنیتي ادارو لخوا وړل شوي او بې درکه شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي.

۴ ـ په پخوانۍ فاټا کې دې د بدو پېښو وروسته ګرځ بندیز (کرفیو) نه لګول کیږي د ځايي خلکو ځورولو لړۍ دې بنده کړی شي.

٥ ـ په ياده سيمه کې ښخ کړی شوي ماينونه دې پاک کړ ی شي.

د پي ټي اېم غوښتنو ته د حکومت ځواب

په اسلام اباد کې د پي ټي اېم احتجاجي په ۱۱م ورځ وروسته له هغې وځنډول شوه چې د هغه وخت د وزیراعظم سلاکار امیرمقام ورته د غوښتنو منلو باور ورکړو.

خو پي ټي اېم وايي غوښتنې يې تراوسه نه دي منل شوي.

تېره مياشت د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ؤ، د پي ټي اېم غوښتنې منل شوي او په مرموزو ټکو کې يې ګواښ کړی چې ریاست ورسره ډيره همکاري وکړه خو دا خلک چې اوس په کوم لوري روان شوي نو چرته داسې ونه شي چې له هاغې کرښې واوړي چې ریاست ته پخپل زور ښودلو وضعیت قابو کول ورپه غاړه شي.

خو منظور پشتين ويلي غوښتنې يې نه دي منل شوي او د حقونو ترلاسه کېدو پورې به خپلې ائيني او جمهوري مبارزې ته دوام ورکوي.

د ټانک ننۍ جلسه

پشتين درې ورځې وړاندې تور لګولی د راؤ انوار د خلاصولو، او احسان الله احسان په شکل کې د پاکستان " رياست ثابته کړه چې د پښتنو د قاتل سره نزدې خپلولي او مينه لري".

هغه وويل پښتانه به کله هم داسې خبرې ونه مني، او د ټانک په جلسه کې به په دې ټولو موضوعاتو تفصيلي خبرې کوي.