واشنګټن ــــ په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د سکولونو یا ښوونځیو ماشومانو لپاره د مسلمانانو د مقدس کتاب قران اخیري 10 سپارې په یادو زده کول لازم او تر شپږم ټولګي وروسته د جینکو پر تعلیم بندیز دی.
دا څرگندونې د امریکې په سر ښار واشنگټن ډي سي کې په څېړنیزه اداره انسټيټیوټ فار پیس (یو اېس ای پي) کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو په اړه شوې دي. دا معلومات د جون 2018 نه تر جولای 2019 پورې را ټول کړی شوي دي، چې وایي طالبان د پیسو تر لاسه کولو لپاره د نشیي توکو ګټو ته ناست دي.
د څېړنې یادې ادارې ته په افغانستان کې د شوې نظر پوښتنې د پایلو تر څنگ وېناکوونکو ویلي افغان طالبان د خپل کنټرول لاندې سیمو کې د تعلیمي ادارو څارنه کوي خو دوی په دغو سیمو کې د تعلیم معیار ته پام نه کوي. وینا کوونکي زیاتوي طالبان د بډو رشوتونو د تور نه د ځانونو ساتلو لپاره په تعلیمي ادارو کې د استاذانو حاضرۍ ته هم پام کوي.
طالبان په افغانستان کې تر خپل واک لاندې سیمو کې څنگه تعلیم غواړي؟
په دې اړه څېړنیزې ادارې یو اېس ای پي ته څېړونکي او د ادارې سلاکار سکاټ سمت وايي طالبانو په نصاب کې بدلونونه وکړل او د خپل فکر ملاتړ کوونکي خلک یې د استادانو په څوکیو پر ځای کړل. د طالبانو تر کنټرول لاندې سمیو کې د زده کوونکو لپاره د قرآن اخیري 10 سیپارې یادول (حفظ کول) او د استادانو لپاره هره ورځ اسلامي زده کړې ښودل لازم دي.
ښاغلی سمت وايي د دوی سروې یا نظرپوښتنې ښایي طالبان د خپل واک لاندې سیمو کې د حکومتي درسي کتابونو ښودلو اجازه ورکوي خو د دغو کتابونو د موادو څارنه به يې هم کوله او هغه عکسونه چې پکې ښځې او سړي یو ځای ناست وي هغه به يې تورول. د سکاټ سمت په وینا طالبانو د تعلیم معیار ته کم پام ګرځولی وو او د استادانو ټاکنه به يې د هغوی په مذهبي مضمونونو کې د قابلیت په اساس کوله نه چې د هغوی په تعلیمي قابلیت.
سروې ښايي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د استاذانو حاضرۍ ته تر ټولو لومړی توجه کېږي. په سرکاري تعلیمي نظام کې غیرحاضري او "خیالي استادان" یوه عامه خبره او د ناارامۍ سرچینه ده. حاضرۍ ته په مجبوره کولو سره طالبان دا ښودلای شي چې دوی خلکو ته اهمیت لري. د طالبانو په سیمو کې خلکو هره ورځ رپوټونه ورکول چې د استادانو حاضري پکې ښه وي او په سکولونو کې یې کرپشن کم شوی دی. د رسمي پالیسۍ له مخې په کومو سیمو کې چې سکولونه د طالبانو تر واک لاندې دي، هلته طالبان او سېول چارواکي په هرو څو اوونیو کې د سکولونو له مشرانو سره ویني.
د سکول چارواکي دا اجازه نه لري چې طالبان نظرانداز کړي، یو څه د سکول ملازمین که د دوی په غونډه کې د ګډون نه کولو جرات وکړي یا ورباندې نیوکه وکړي، نو له ګواښونو او وهلو ټکولو سره سره سمدستي له کاره د ایستل کېدو سزا ورکول کېږي.
طالبان د دې لپاره له سکولونو کار اخلي چې ځانونه د کرپشن مخالف وښیي، یوه لاره یې دا ده چې دوی استادان حاضرۍ ته مجبور کړي. ځایي طریقه کار مختلف وي، خو د کندوز په اکثرو سکولونو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د حاضرۍ دوه رجسټره وي، یو د افغان حکومت او بل د طالبانو لپاره. په سرکاري رجسټر کې یو غیرحاضر استاد تل حاضر ښودل کېږي ځکه چې حکومت به ورته تنخا ورکوي حتی د هغو ورځو تنخا هم چې هغه پکې غیرحاضر وي. طالبان بیا د غیرحاضره ورځو تنخا ځنې ګرځوي. له مذهبي تعلیم په هاخوا طالبانو د تعلیم معیار ته ډېره لږ توجه کړې ده. له استادانو څخه د مذهبي تعلیم په اړه امتحان اخیستل شوی خو د عصري تعلیم لکه ساینس او ریاضي په اړه ورڅخه امتحان نه دی اخیستل شوی.
یادې دستورې ته د وینا په وخت نوموړي ویلي طالبان پخوا د زده کړو یا تعلیم پرضد وو خو اوس يې په دغه فکر کې بدلون راغلی. سکاټ سمت وایي:
"په لومړیو کې طالبان د زدکړو پرضد وو او تعلیم به يې د خپلې سخت دریځه نظریې لپاره خطر ګڼلو. په هغه وخت کې به طالبانو مکتبونه/ سکولونه تباه کول او استادان به یې وژل، خو په افغانستان کې د زیاتو سیمو د کنټرول تر لاسه کولو وروسته دوی په دې پوه شول چې د افغانستان خلک خپلو بچو ته تعلیم ورکول غواړي، نو دوی د تعلیم تر لاسه کولو اجازه ورکړه، چې نه یواځې د حالاتو سره سم بدلون وو یو لوی نظریاتي بدلون هم وو".
د جینکو تعلیم:
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې بیا ښځینه زده کوونکې د هلکانو په نسبت د زیاتو بندیزونو، فشارونو او تاوتریخوالي سره مخ دي. که څه هم د جینکو د تعلیم په اړه طالبان اوس دعوه کوي چې د دوی په دریځ کې بدلون راغلی خو دغه بدلون په ښکاره دومره نه لیدل کیږي.
سکاټ سمت وايي: "حقیقت دا دی چې طالبان په عمومي توگه په هغو سیمو کې تر شپږم ټولګي پورې جینکو ته د تعلیم اجازه ورکوي چې مور او پلار او ټولنه پکې د خپلو لوڼو تعلیم غواړي، خو که چېرې په یوه ټولنه کې څوک دغه نه غواړي نو په هغو سیمو کې بیا مکتبونه تړلي پاتې دي".
د ټېکس یا مالیې نظام او د امدن لارې:
په واشنګټن ډي سي کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ټېکسونو یا ماليې نظام او د امدن په ذریعو د بحث په وخت افغان څېړنکار رحمت الله امیري ویلي، د مخدره موادو په لار امدن پیدا کول تر ټولو لویه ذریعه ده. د نوموړي په وینا د دې تر څنګ د جگړې په وخت په لاس ورغلي سامانونه خرڅول، د چندو راټولول، د غیر حکومتي ادارو او تنظیمونو نه ټېکسونه اخیستل او کله کله د عامو خلکو نه په خپله خوښه پیسې اخیستل د طالبانو د مالي ضرورتونو پوره کولو لویې لارې دي.
ښاغلي امیري زیاته کړې چې د طالبانو د ټېکسونو نظام هم د وخت سره وده کړې. نوموړي ویلي پخوا به د هرې سیمې جنګیالیو د خپلو جنګیالیو مصرفونه پوره کول او د طالبانو مرکزي شورا به له دوی سره ډېرې کمې مرستې کولې.
خو په دې وروستیو کې طالبان ډېر منظم شوي او د عشر، ټېکسونو او نورو لارو په ذریعه راټولې کړل شوې پیسې ولایتي گورنر ته لیږل کیږي څوک چې د پوځي کمیشن په مرسته دا فیصله کوي چې دا پېسې به څنگه او چېرې مصرف کېږي.
د صحت پالیسي:
په افغانستان کې د طالبانو تر واک او اثر لاندې سیمو کې عامو خلکو ته د صحي یا طبي ستونځو په اړه افغان څېړونکي رحمت الله امیري دستورې ته ویلي چې دغه برخې ته د طالبانو په فکر کې بدلون راغلی او طالبان په خپلو سیمو کې ډاکټرانو او نرسانو ته د کار اجازه ورکوي. رحمت الله امیري وايي:
"د صحت په اړه د طالبانو په سوچ کې ډېر بدلون راغلی. طالبان اوس تر خپل واک لاندې سمیو کې طبي مرکزونه پریږدي، ډاکټرانو او نرسانو ته د کارو اجازه ورکوي".
خو شوې نظرپوښتنه ښايي چې که په دغو سیمو کې یوه ښځه ناروغه کیږي نو معنا يې دا ده چې هغه به مړه کیږي، ځکه په دغو سیمو کې د صحت بنیادي سهولتونه د نشت برابر دي او دغه یوه لوه ستونځه ده.
د صحت په اړه امریکايي څېړونکی سکاټ سمت بیا وايي: "د صحت په څانگه کې دوې لویې مسئلې دي. یو دا چې په طالبانو کې ډېر کم د صحت ماهران دي چې ورته معلوم وي د صحت په مېدان کې کومې ستونځې دي، نو ځکه د دوی څارنه هم سمه نه کوي. دویم دا چې د ښځو د صحت په اړه په دغو سیمو کې ستونځې دي، ځکه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو شمیره کمه ده او ښځینه ډاکټرانې او نرسانې د طالبانو تر واک او اثر لاندې سیمو ته تلو او کار کولو ته تیارې هم نه دي.