طالبانو په اختر کې ډزبندي اعلان کړه، ولسمشر غني یې هرکلی وکړ

واشنګټن ـــــ افغان طالبانو د کوچني اختر په مناسبت په افغانستان کې یواړخیزه ډزبندي اعلان کړه او خپلو وسلوالو ته یې امر کړی چې د اختر په درو ورځو کې د هېواد په هیڅ یوه سیمه کې پر خپلو مخالفو ځواکونو بریدونه ونه کړي.

افغان حکومت د طالبانو تر اعلان لږ وخت وروسته د هغوی د ډزبندۍ د اعلان هرکلی وکړ. ولسمشر غني د شپې ناوخته پخپل یوه ټویټ کې یو ځل بیا طالبانو ته د سولې وړاندیز تکرار کړ:

"د طالبانو له خوا د ډزبندۍ د اعلان هرکلی کوم، د اعلی سرقومندان په توګه مې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې درې ورځې ډزبندي وکړي او که یواځې برید ورباندې کېده دفاع دې وکړي، نور تفصیل به سبا سهار د اختر په اړه وینا کې درکړم"

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې- خالي په شپه ناوخته پر خپله ټویټر پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه یې د مشرتابه له خوا په دې خاطر شوې چې هېوادوال یې د اختر مراسم په اطمینان تر سره کړي:

"د مشرتابه له خوا لارښوونه کېږي چې د کوچني اختر په دریو ورځو کې د هېوادوالو د امنیت لپاره خاص تدابیر ونیسئ او په هیڅ ځای کې په دښمن باندې تعرضي عملیات مه تر سره کوئ، البته که د دښمن له خوا کوم برید کېده بیا مو کلکه دفاع وکړئ".

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا نوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د نېټو ځواکونو مشر ینس سټولټنبرګ او نورو ګڼ شمېر سیاسي مشرانو او عامو افغانانو د طالبانو او حکومت له خوا د ډزبندۍ هرکلی کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ټولو طالب وسلوالو ته امر شوی چې د اختر په ورځو کې هغو سیمو ته لاړ نه شي چې د حکومت تر واک لاندې دي او وایي مقابل لوري [د حکومت خلکو] ته هم اجازه نه شته چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ورشي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې په وار- وار پر طالبانو ږغ کړی وو چې د کرونا وایرس او د روژې په خاطر ډزبندي وکړي خو طالبانو یې غوښتنه رد کړې وه.