کراچۍ: د بلديه په کارخانه د اورلګېدو پېښه تخریب کاري او ترهګري وه، د اېم کيو اېم د حماد صديقي په وېنا شوې، جی ايي ټي رپوټ

په کراچۍ کې په کال 2012م کې په کارخانه د لګيدلي اور په اړه خپور شوي پلټنيز (جی ايي ټي) رپوټ کې ویل شوي "په کارخانه د اور لګېدو پېښه پلان شوې تخریب کاري او د ترهګرۍ پېښه وه".

په پلټنيز رپوټ کې ويل شوي کارخانې ته " اور د 20 کروړه روپو بهتي/ قلنګ نه ورکولو او په کارخانه کې د برخې نه ورکولو په سر د متحده قومي مومنټ د حماد صديقي او رحمان بهولا په وېنا اچول شوی ؤ".

د کراچۍ په بلديه ټاؤن کې د جامو په کارخانه (علي انټرپرائزز) کې په کال 2012م د ستمبر د مياشتې په 11م نېټه اور لګېدلی ؤ ، چې په نتيجه کې يې په کارخانه کې 259 کسان د اورلګېدو له امله وژل شوي او د 50 پورې نور ژوبل شوي وو.

په ګډ پلټنيز رپوټ کې د پوليس په رول هم نيوکې شوي چې پېشه ورانه پلټنې يې نه دي کړي.

د رپوټ په نتيجه او سپارښتنو کې ويل شوي چې د دغه پېښې مقدمه د فشار لاندې درج شوې او د ترهګرۍ پېښې ته د مرګ يا وژنو عامه پېښه ويل شوې ده.

ويل شوي د پېښې په اړوند دې د تعزيرات پاکستان 1861 او ترهګرۍ د 1997 د قانون لاندې بله مقدمه درج شي.

د رپوټ ترمخه مقدمه دې په رحمان بهولا، حماد صديقي، زبېر چريا، څلور نالومو، عمر حسن قادري، ډاکټر عبدالستار، علي حسن قادري او اقبال اديب خادم پرضد درج شي.

په رپوټ کې رحمان بهولا د بلديه ټاؤن د اېم کيو اېم سېکټر انچارج او حماد صديقي د اېم کيو اېم د تنظیمي کمېټۍ مشر ياد کړی شوی دی.

په کال 2015م کې په 25 مخونو يا صفحو جوړ رپوټ چې پرې د استخباراتي ادارو ائي اېس ائي، ايي بي، اېم ايي، اېف ايي ای، رېنجرز، سي ايي ډي او پوليس چارواکو لاسليکونه دي پکې د کارخانې د مالک نه د قلنګ غوښتو او بيا کارخانې ته د اور اچولو او د پېښې وروسته د اېم کيو اېم د کارخانې د مالکانو سره د خبرې کولو پورې تفصيل شامل دی.

په رپوټ کې ويل شوي چې د پلټنو په وخت په خپله پلټنيزه ډله د کارخانې د کتلو سره د ثبوتونو د نشتوالي او نورو مشکلاتو سره مخ پاتې شوې ده.

په کال 2015م کې رېنجرز ځواکونو د اېم کیو اېم د يو هدفي وژونکي عمېرصديقي د نيولو ويلي ؤ او دغه تن د تفتيش په مهال د 120 کسانو د وژنې سره دا اعتراف هم کړی ؤ، چې په بلديه ټاؤن کې د جامو کارخانې ته د بلديه ټاؤن د اېم کيو اېم سېکټرانچارج رحمان بهولا او د هغه ملګرو اور اچولی ؤ .

په پاکستان کې د خواري کښو د اتحاديې (نيشنل ټرېډ يونين فېډرېشن) عمومي سېکتر ناصر منصور وايي دغه مقدمه چې اوس هم په عدالت کې روانه ده، نوموړی ياد رپوټ ته نيم رښتیا وايي، او زياتوي چې په دې کې ځينې خبرې شوي او ځينې نه دي شوي لکه نوموړی وايي د کارخانې مالکانو د قلنګ د غوښتنې په وخت پوليس ولې نه دي خبر کړي؟.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د خواريکښو تنظيمونه دغه رپوټ ګوري چې پکې يواځې د ترهګرۍ پېښه ياده شوې، کنه د کارخانې د خواريکښو يادګېرنه پکې هم شوې او په کارخانه د اور لګېدو د پېښې نه د خواريکښو د وتلو د لارو د نشتوالي ذکر هم پکې شوی دی، او د رپوټ کتلو وروسته به دوی په تفصيل سره په دې خبري غونډه کوي.