پښتونخوا: د سیمې قومي جرګې په ګډه د لکي مروت نوم بدلولو مخالفت وکړ

واشنګټن ـــــ د لکي مروت ضلعې ځایي قبایلي جرګې نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه جرګه کې د لکي مروت د نوم بدلولو په خلاف یوه قرارداد وړاندې کړی، چې د جرګې غړو او د سیاسي ګوندونو ځایي مشرانو په ګډه منظور کړی دی.

د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د لکي مروت ضلعې استازي او د خیرښېګړې صوبایي وزیر هشام انعام الله خان له وزیراعلی محمود خان څو ورځې وړاندې په یوه درخواست کې غوښتي، چې د لکي مروت ضلعې نوم په "محمدیه مروت" واړوي خو د سیمې ډېری اوسېدونکي یې ورسره مخالف دي.

ښاغلي هاشم انعام الله خان دغه درخواست پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه هم خپور کړی او په هغه کې یې د خپلې سیمې د نوم بدلولو سبب دا بیان کړی چې وایي "لکي توری د غلامۍ د زمانې دی ځکه چې وایي سیک واکمن رنجیت سینګ په 1836م کال کې د خپلې واکمنۍ په مهال د "تهَل دامان" سیمه پر "دیوان لکي مل" هندو په څلوېښت زره روپۍ په اجاره خرڅه کړه او هغه د دې سیمې پر یوه برخه لکي مروت نوم کښېښوو".

هشام انعام الله خان پر خپله فېسبوک پاڼه د "محمدیه مروت" نوم لپاره کمپېن هم پیل کړی او د دې نوم په دفاع کې یې د خلکو اعتراضونو ته هم ویډیویي جوابونه ویلي دي. ښاغلي هشام په یوه ویډیو کې وایي د دې نوم د بدلولو موضوع به د پښتونخوا حکومتي کابینې ته هم وړاندې کوي:

"په دې کې زما هیڅ سیاسي سوچ نه شته، زما علاقه ده څومره چې د نورو خلکو ورباندې حق دی زما هم حق دی، چې د چا لږ هم ذهن کار کوي او دا کلمه وایي چې لا اله الا الله محمد رسول الله هغه به وایي چې د لکي مروت په ځای محمدي مروت لږ نه ډېر ښه دی".

د لکي مروت اوسېدونکی نومیالی لیکوال، څېړونکی او په پېښور کې د باچا خان څېړنیز مرکز اعزازي مشر ډاکټر فضل الرحیم مروت وایي، داسې ښکاري چې د لکي مروت نوم د کومې دسیسې له مخې اړول کېږي او تر شا یې سیاسي مقصدونه دي او د مذهب په نامه خپل پلویان زیاتول دي:

"چېرته خو څه دسیسه ده، دا مذهبي دلیل ځکه راوړي چې خلک مذهبي طبعیته وي بیا فکر کوي چې دغه شی [نوم] به راوړو حکومت به یې راسره ومني او خلک به په مستقبل کې موږ ته ووټونه راکړي".

که څه هم هشام انعام الله خان وایي چې د لکي مروت د نوم اړولو مقصد یې سیاسي نه دی او دعوه کوي چې د سیمې سل فیصده خلک یې د نوي نوم "محمدیه مروت" ملاتړ کوي، خو د دې سیمې اوسېدونکی سیاسي فعال او وکیل فهیم مروت یې دا دعوه ردوي او وایي چې د سیمې 97 فیصده خلک یې د سیمې د تاریخي‌ نوم د بدلولو مخالف دي. فهیم مروت وي او اې ډیوه ته وویل:

"په سوشل مېډیا پول راغلی په هغه کې 97 فیصده خلک د دې خلاف دي ځکه چې مروت اوس تعلیمیافته خلک دي او په دې خبرو یې نه شي غولولای".

هشام انعام الله خان وایي ځینو خلکو ورباندې اعتراض کړی چې "محمدیه مروت" نوم له مذهبي پلوه سم نه دی او دا د محمد پیغمبر سپکاوی دی، خو د ده په وینا چې دا د پیمغبر د امتیانو او پېروکارانو په معنا دی.

د صوبايي وزیر هاشم ورور فیصل انعام الله خان دوې ورځې وړاندې په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل، په دې اړه یې د نمک منډۍ د دارالقراء دارالافتاء دیني عالمانو ته دا نوم وړاندې کړ وایي هغوی ورته فتوا ورکړې چې محمدیه مروت نوم سم دی او هیڅ مذهبي ستونځه پکې نه شته.

وکیل او سیاسي فعال فهیم مروت وایي، که د سیمې د نوم اړولو هڅه یې وشوه نو دوی به نه یواځې د دې خلاف عدالت ته ځي بلکې احتجاجونه به هم کوي. فهیم مروت وایي هشام د لکي مروت د یوې انتخابي حلقې استازی دی او دا حق نه لري چې د ټولې ضلعې نوم واړوي:

"هشام انعام الله د لکي مروت په درو انتخابي حلقو کې د یوې منتخب استازی دی له ده سره اختیار نه شته چې د ټولې ضلعې نوم بدل کړي، د ده پلازې او جایدادونه دي په هغو خو یې کله هم محمدیه نوم نه کښېودو. موږ به یې هیڅکله هم پرې نه ږدو او په هر فورم به یې په خلاف احتجاج کوو".

لیکوال، د ژبې ماهر ایاز مندوخېل- چې په 2010م کال کې په لکي مروت کې ډپټي کمیشنر هم پاته شوی- دا خبره ردوي چې ګواکې "لکي" د هندو نوم وو، هغه وایي څنګه چې عام خلک دا "لکۍ" تلفظوي دې ته ورته د پښتنو د سیمو نور هم ډېر نومونه شته چې په پیل یا پای کې یې لکۍ یا لکی راځي:

"د لکي مروت نوم ډېر پخوانی دی په سلګونو کلونو استعمال شوی دی او سوچه پښتو لفظ دی چې معنا یې ده اخر، کناره یعنې د یو غره یا سیمې وروستۍ څنډې ته لکۍ ویل کېږي، دا نوم د پښتنو په نورو سیمو کې هم شته لکه سورلکی، شین لکی د غرونو او علاقو لپاره استعمال شوی دی".

هشام انعام الله خان د "لکي" توری د دیوان لکي‌ مل هندو نوم او 184 کاله پخوانی ګڼي، خو ایاز مندوخېل وایي د پښتو نومیالي شاعر "خوشال خان خټک تر هغه شاوخوا دوه سوه کاله مخکې پخپل یوه شعر کې کټ مټ په همدې بڼه ذکر کړی دی چې وایي:

ځای مې ملک پور دی چې یې سرای بولي وګړي

قام ولس مې پروت دی تر لکۍ په غره په سمه

همدارنګه د خوشال خان خټک لمسي افضل خان هم پخپل تاریخ "تاریخِ مرصع" کې د مروتو سیمه "لکۍ" یاده کړې او دا تاریخ هم په 1724م کال کې بشپړ شوی دی، تر هغه را وروسته په 1786م کال کې سید غلام محمد هم په همدې بڼه پخپل کتاب کې ذکر کړی دی چې د دواړو ذکر انګرېز څېړونکي او مؤرخ مېجر راورټي پخپل کتاب "نوټس آف افغانستان اینډ پارټ آف بلوچستان" کې ذکر کړی دی. ایاز مندوخېل وایي:

"دا خو خوشال بابا څلور سوه کاله مخکې استعمال کړی دی، د دې مطلب دا نه دی چې دا نوم خوشال بابا پر ایښی دی، دا تر هغه سلګونو کلونو مخکې د دې علاقې نوم دی، خو چونکې لومړی چې موږ ته معلوم دی خوشال بابا یاد کړی دی".

ډاکټر فضل الرحیم مروت وي او اې ډیوه ته وویل، د "لکۍ" نوم د سیکانو تر واکمنۍ ډېر زوړ دی وایي که دا نوم بدل شي دا به د دې سیمې لپاره تاریخي تاوان وي:

"کوم درخواست یې چې وزیراعلی ته ورکړی هغه په دروغو مبني دی، د لکۍ نوم زوړ دی بیا که د هندو نوم وي هم خو د همدې سیمې وو، لکه په کابل او جلال اباد کې چې هندوان دي یا په تیرا کې سیکان دي دا خو د دغو سیمو خپل خلک دي، دا د ده مغالطه ده چې ګواکې یو څوک راغلی دی او دلته یې قبضه کړې ده".

وي او اې ډیوه هڅه وکړه چې په دې اړه د پښتونخوا د صوبایي حکومت نظر هم واخلي او په دې اړه مو د وزیراعلی محمود خان د اطلاعاتو له سلاکار کامران بنګښ سره په واټسېپ رابطه وکړه خو هغه جواب ونه وایه او بريالي‌ نه شو چې د لکي مروت د نوم بدلولو په اړه د حکومت دریځ معلوم کړو.

Your browser doesn’t support HTML5

د لکي مروت نوم بدلول، د سیمې د خلکو مخالفت او د دې نوم تاریخ