په کراچۍ کې د جيو نيوز خبريال بې درکه شوی

پاکستاني ټيلي ويژن چېنل (جيو نيوز) ویلي علي عمران خبريال يې د پرون جمعې د ماښام څخه په کراچۍ کې بې درکه شوی دی.

جيو نيوز او د بې درکه خبريال ښځې ویلي هغه پرون ماښام د کوره وتلی چې په لږه شېبه کې بيرته ستنيږي خو بيا بيرته نه دی ستون شوی.

د هغه ښځې ويلي علي عمران سيد خپل موبايل د ځان سره نه دی وړلی او ګاډی يې هم د کور مخې ته ولاړ دی.

د خبريال کورنۍ ويلي د کراچۍ په سچل تهاڼه کې يې د هغه د بې درکۍ رپورټ درج کړی دی.

د جيو نيوز سره تعلق لرونکي څيړونکي مظهر عباس وايي،

د علي عمران بې درکې سخته د اندېښنې وړ خبره ده. د تېرو 14 ساعتونو راهسې په دغه کېس کې هيڅ پرمختګ نه دی او هغه يو پېشه ور ژورنالسټ دی او زه د هغه د بيرته واپسۍ دپاره دعا کوم.

د جيو نيوز خبريال علي عمران سيد په کراچۍ کې د مسلم ليګ ن د مرستيالې مشرې مریم نواز د مېړه (ر) کېپټن صفدر د هوټل څخه د نيولو ويډيو راويستلې او په ټيلي ويژن يې چلولې وه.

خبريالې عظماالکريم په ټويټر ویلي،

چا دا سوچ کړی ؤ چې په برما، لبنان او شام غوندې ملکونو کې به خبريالي کوي د هلته نه به روغ راځي او په خپل ملک کې به په رپورټنګ بې درکه کولی شي.

خبريالې عاصمه شېرازي د جيو نيوز سره په خبرو کې وويل، د دې نه مالوميږي چې په پاکستان صحافيان د کوم حالت نه تيږيږي د کومو قدغنونو سره مخ دي، هغه د کېپټن صفدر د نيولو کومه ويډيو راويستلې په هغې پلټنې روانې دي خو دلته خبريال ونيول شو، او که علي عمران ښکاره نه کړی شو نو بيا به هغو ادارو پله ګوته نيول کیږي په کومو چې د وړاندې نه پوښتنې راولاړيږي.

د جيو نيوز سره اړونده د جرګه پروګرام کوربه سليم صافي ویلي،

غوره به دا وي چې د پاکستان نوم بدل شي او اغوانستان نوم پرې کېښودی شي، ياد وساتۍ د خپلې خوښې د سکون دپاره د تښتولو دا لړۍ که روانه وه نو دا ملک د خپلمنځي جګړو څخه څوک نه شي خلاصولی.

د سيند صوبې حکومتي وياند مرتضي وهاب ويلي، وزیراعلی د پېښې نوټس اخستی او د پوليس مشر سره یې خبرې کړي دي د پېښې پلټنې روانې دي.