یورپي اتحاد او ملګري ملتونه وایي افغانستان کې د جګړې زیاتوالی د سولې خبرې زیانمنولای شي

واشنګټن ــــ یورپي ټولنې او ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د تشدد پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که جګړه په همدې رنګه دوام وکړي نو دا په قطر کې د سولې روانو بین الافغاني خبرو ته زیان رسولای شي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتېریس هم ژوره هیله څرګنده کړې چې په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان د سوله ییز پرمختګ لپاره دوامدار حل ولټول شي. ښاغلي ګوتېریس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان په اړه یوه رپوټ کې ویلي:

"زه اندېښمن یم چې په لوړه کچه د تاوتریخوالي دوام حتی د سولې بهیر په دې لومړي پړاو کې لا باور زیانمنولای شي. د خلکو د ژوند ژغورلو او ولسي باور د را خپلولو په خاطر د جګړې کمولو ته اړتیا ده".

په افغانستان کې د یورپي اتحاد ځانګړي استازي رولېنډ کوبیا د ګل- دوشنبې په ورځ پر ټویټر تمه څرګنده کړې چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو له وقفې سره په جګړه او د خلکو په وژنه کې هم وقفه راشي. ښاغلي‌ کوبیا لیکلي:

"که نه وي بیا نو جګړه او خبرې دواړه نه شي کېدای، بلکې یواځې جګړه به وي او دا کار د افغان سولې د نوین پیل شوي بهیر دویم پړاو نور هم له ستونځو سره مخ کولای شي".

یورپي اتحاد په داسې وخت کې په افغانستان کې د تشدد زیاتوالی د سولې خبرو ته خطر بللی، چې نن د نهې- سه شنبې په ورځ بیا د کابل ولايت د ګونر مرستيال، د غور د ولايتي شورا یو غړى او د کندهار يو څارنوال په هدفي بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې د خبرو په مهال په افغانستان کې پر تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې او لیکلي یې دي په دې هیله چې جګړه تر وقفې وروسته د خبرو د ځنډ سبب نه شي:

"له بده مرغه جګړه لا روانه ده. د یوه سیاسي جوړجاړي، اورکم او اوربند لپاره اړتیا لا هم بیړنۍ پاتې ده. د هغه څه له کبله چې په خطر کې دي، حتمي ده چې د خبرو په بیا پیلېدو کې ځنډ ونه شي".

په تېرو درو میاشتو کې- چې بین الافغاني خبرې پیل شوې دي- امریکې، یورپي اتحاد، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو په وار وار په ټینګار سره غوښتنه کړې چې د سولې د خبرو د کامیابۍ په خاطر په افغانستان کې جګړه کم او ډزبندي وشي خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې او وایي چې ډزبندي د سولې د خبرو په ایجنډا کې شامله ده.

په قطر کې د سولې روانې خبرې چې تر شاوخوا دوه نیمو میاشتو وروسته یو ځل بیا پیل شوې وې، څو ورځې وړاندې د دواړو مذاکراتي ډلو په خوښه د درو اوونیو وقفه پکې راغلې چې د جنورۍ پر پینځمه به بیا پیلېږي. سرچینې وایي حکومتي پلاوی نن کابل ته ستون شوی دی.

دا چې د طالبانو مذاکراتي ډله به هم د خبرو د وقفې په مهال خپل هېواد او کورونو ته ستنېږي او که به هملته په قطر کې پاتېږي، په دې اړه د طالبانو سیاسي دفتر تر اوسه څه نه دي ویلي.