پاکستان: د 65 کالو او بره عمر کسان دې د کرونا ويکسين دپاره اندراج وکړي

پاکستان اعلان وکړو چې د 65 کالو او د دې نه د زيات عمر کسان دې خپل اندراج وکړي، دوی ته به د مارچ په میاشت کې د کرونا ويکسين لګولی شي.

د پاکستان د پرمختيا او منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (15فرورۍ) په ټویټر ويلي،

"د 65 کالو او د دې نه د بره عمر کسانو د کرونا ويکسين لګولو دپاره اندراج پېل شو. د خپل شناختي کارډ نمبر په 1166 ولېږئ. د مارچ په مياشت کې به دوی ته ويکسين لګېدل پېل شي".

د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تيمور خان جګړا هم په صوبه کې د نن څخه د کرونا ويکسينو دپاره د اندراج کولو ویلي دي.

له دې وړاندې چين پاکستان ته د کرونا ويکسين پينځه لکه ډوزه ورکړي وو، پاکستان ويلي وو چين ورته د کرونا ساينوفام ويکسين ډالۍ کړي وو.

وروسته د پاکستان پوځ هم ویلي وو چين ورته د کرونا ويکسين ورکړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د صحت د نړيوالې ادارې د (کوېکس) پروګرام لاندې به د کرونا ضد استرازېنک 17ملينه ويکسين هم ترلاسه کړي.

استرازېنک ويکسين د برتانيې اکسفورډ پوهنتون جوړ کړي او په برتانيه کې لګول کيږي.

پاکستان ته د چين څخه راغلو ويکسينو په اړه وزيراعظم عمران خان ويلي وو په لومړي پړاو کې به دغه ويکسين ډاکټراو د صحت کارمندانو ته لګولی شي او په دوېم پړاو کې به د پاخه عمر کسانو ويکسين ورکول کيږي.

په پاکستان کې په دوهمه فرورۍ ويکسين لګول پېل شوي وو.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې تراوسه پورې پينځه لکه 64زره 77 کسان په کرونا وايرس اخته شوي، 12زره 333 ترې مړه شوي او پينځه لکه 25زره 997 ترې ښه شوي دي.