واشنګټن ــــ د فرورۍ اتلسمه د شلمې پېړۍ د بېسارې غزل لیکونکي او د پښتو غزل د بابا لقب ګټونکي شاعر امیر حمزه خان شینواري 27م تلین دی، چې د هغه په خپله سیمه لنډي کوتل کې د یوې غونډې په بڼه او پر ټولنیزو رسنیو لمانځل شوی دی.
د لنډي کوتل په حمزه بابا کلچر کمپلیکس کې جوړه شوې غونډه او مشاعره د خیبر پښتو ادبي جرګې او د حمزه شینواري د کورنۍ په مرسته د پښتونخوا د صوبايي حکومت د کلتور ادارې له خوا شوې ده، چې پکې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالو او عامو خلکو ګډون کړی دی.
په غونډه کې پروفیسر اسلم تاثیر اپریدي حمزه شینواری د جدید ادب سرخېل وباله ځکه چې وایي هغه د کلاسیک او جدید پښتو غزل تر منځ د یو پول حیثیت درلود، ځکه خو یې د غزل د بابا لقب وګاټه:
"بابا ته خلک د کلاسیک اخري شاعر او د جدید ادب سرخېل ادیب، لیکوال یا شاعر ویلای شي او په دې کې نه مبالغه شته، نه تعلي ده او نه هسې یوه خبره ده چې چا وکړه او تېره شوه. حمزه بابا وایي:
حمزه د خوږ اشنا به درته څه صفت بیان کړم
چې ګوړه څوک له هرې ډډې وڅکي خوږه وي
خو کله موږ په دې باندې دا فکر نه دی کړی چې د بابا دا هسې خبره ده که د دې شاته څه شته".
ډاکټر حنیف خلیل چې اوس یې د چاپ کتابونو شمېر تر شپېتو اوښتی دی، لومړی کتاب یې «بابای غزل» په نامه پر حمزه شینواري لیکلی دی چې په 1998م کال کې چاپ شوی دی. حنیف خلیل وایي حمزه "بابا" د شلمې پېړۍ یو ډېر لوی عالم او لیکوال دی:
"د حمزه بابا د شخصیت او لیک ګڼ شمېر اړخونه دي، هغه سفرنامه نګار دی، مضمون نګار دی، صوفي دی، فلسفي دی، ډرامه نګار دی، شاعر دی، نقاد دی، منتظم دی، افسانه لیکونکی دی، که د هغه علمي کارونه یوې خواته هم کړو او د تخلیقي لیکوال په حیث یې جاج اخلو نو یو انتهایي وسیع او ګڼ اړخیز شخصیت زموږ مخې ته راځي".
پروفیسر اسلم تاثیر اپریدی وایي، د حمزه شینواري په زمانه کې که غزل لیکل کېده که نظم هغه روایتي وو، خو وایي ده ورته نوي نوي موضوعات او نوي فکرونه راوړل:
"قومي نفسیات یې وچېړل، موضوعاتي، مکالماتي، واقعاتي، اخلاقي، فلسفیانه او له حکمته ډک نظمونه یې ولیکل، د فن خواږه یې هم ورکړل، اندازِ بیان یې نوی دی، نوي نوي تشبیهات او استعارې یې راوړې".
په پېښور کې د کتابونو د پلورنې او خپرونې د یوې ادارې «کتاب کور» مشر اکبر شینواری وایي، د حمزه شینواري په تلین غونډه کې یې د کتابونو سټال لګولی وو، چې وایي د شاوخوا لس زره روپیو کتابونه یې خرڅ کړل.
اکبر شینواری وایي د حمزه بابا ادبي ټولنې له مشرانو سره یې پر دې موافقه کړې چې د حمزه شینواري ټول چاپ او ناچاپ کتابونه او د ده د ادبي کار او ژوند په اړه ټول څېړنیز کتابونه به له نوي سره چاپوي:
"دوه کتابونه یې تیار دي «غونچک» دویم ټوک او «د حمزه بابا ډرامې» دا به ژر چاپوم او ورپسې به یې نور کتابونه چاپوم".
د حمزه شینواري تر پینځوسو زیات کتابونه چاپ شوي چې د شاعرۍ تر څنګ یې ګڼ شمېر آثار په نثر کې هم لیکلي دي. د ځینو کتابونو نومونه یې په دې ډول دي:
«غزونې»، «د زړه اواز»، «يون»، «بهير»، «سپرلى په ایينه کې»، «د خيبر وږمې»، «ژوند او يون»، «د کابل سفرنامه»، «د حجاز په لور»، «تجليات»، «د خوشال بابا يو شعر»، «تذکرة الستارية»، «انساني رڼا او پوهه»، «د حمزه ليکونه»، «غزليات» (اردو)، «د علامه اقبال د جاوېد نامې منظومه ژباړه»، «پټهان اور توهمات»، «ژور فکرونه» او «ډرامې».
حمزه شینواری په 1907م کال کې د پښتونخوا د خیبر په لواړګي سیمه کې زېږېدلی وو او د 1994م کال د فرورۍ پر اتلسمه نېټه یې د 87 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
د حمزه بابا ځینې شعرونه دلته لوستلای شئ:
ما ټیټ ورته لېمه کړه زما سر نه ټیټېده
شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
حمزه ځواني زما غزل وخوړه
خامي مې دا ده چې غزل نه شومه
خپل نازونه که شمېرلای شې نو وایه
چې زما په سوي زړه داغونه څو دي
ښه وایي اشنا د ننګیالو خبرې نورې دي
پوی شه د الفت د لېونو خبرې نورې دي
وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
ما حمزه ته یثربي باده خاونده!
په ښاغلې پیمانه کې د افغان را