د پاکستان سيند اسمبلۍ د جرنلسټانو د تحفظ دپاره قانون منظور کړی

د پاکستان د جنوبي صوبې سيند اسمبلۍ د جرنلسټانو د تحفظ دپاره په متفقه توګه قانون منظور کړی دی.

دغه قانون چې د جمعې په ورځ (28 مې) په متفقه توګه منظورکړی شوی پکې په مطبوعاتو ادارو کې کارکوونکو ته د ازادۍ، بې طرفه، د تحفظ او اظهار رایې ازادۍ ته د ودې او يقيني کولو ويل شوي دي.

د سيند صوبې حکومتي وياند مرتضی وهاب دغه کار ته تاریخي ګام ويلي چې اسمبلۍ يې د صحافيانو د اوږدې مودې دغه غوښتنې ته پاملرنه وکړه.

د مرتضی وهاب ټویټ ته په ځواب کې جرنلسټ او څيړونکي مظهر عباس د سيند اسمبلۍ او حکومت ستاينه کړې خو ورسره يې ويلي يې دي چې دا اوس په عمل کې راوستل شي.

په پاکستان کې اکثره ویل کيږي چې قوانين موجود وي خو په عمل کې نه راوستل کيږي.

په سيند اسمبلۍ کې د جرنلسټانو او په مطبوعاتي ادارو کې د کار کوونکو د تحفظ دپاره دا قانون په داسې حال کې منظور کړی شوی چې په 25 مې په پلازمينه اسلام اباد کې د جرنلسټ او يوټيوبر اسدعلي طور په کور درې تنه ورغلي د لاسو، پښو يې تړلی او تشدد يې پرې کړی دی.

اسد طور په مقدمه کې تور لګولی چې دغو کسانو پرې تشدد کړی، بدې ردې يې ورته ویلي او د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي)، پوځ او ملک په حق کې او د اسرايل او افغانستان پرضد د نعرو وهلو يې هم ورته ويلي وو.

پرون د مې په 28 د پاکستان د پلازمينې په ګډون د ملک په بېلابيلو ښارونو کې په اسد طور د تشدد پرضد مظاهرې شوې وې.

د خبریالانو د تحفظ دپاره په نړیواله کچه کار کوونکې اداره رپورټرز وداوټ بارډز، ار اېس اېف وايي د وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې د راتګ وروسته په پاکستاني مطبوعاتو د پوځي اسټېبلېشمنټ اثر زیات شوی دی.

خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان د وړاندې نه په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه ویلي، چې په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري او پوځ په مطبوعاتو د فشار اچولو خبره ردوي.

په نړیواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ پاکستان د ار اېس اېف د 180 ملکونو په فهرست په 145 درجه ولاړ دی.

په پاکستان کې د میډيا د څارغېر دولتي ادارې فريډم نېټ ورک د پاکستان دننه د میډيا د ازادۍ په صورتحال په وروستيو کې په خپل رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې د میډیا او صحافيانو د ویرولو په پېښو کې په حیرانونکې توګه اضافه ليدل شوې ده.

فريډم نېټ ورک ويلي چې د هېواد د صحافيانو دپاره اوس د بلوچستان او پخوانیو قبایلي سیمو په پرتله پايه تخت اسلام اباد تر ټولو خطرناک ځای ګرځېدلی دی چرته چې د صحافيانو پرضد د بریدونو او نورو سرغړونو 34 فيصدى پېښې مخې ته راغلي دي.