د کال 2017 په سرشمېرنه کې په کراچۍ کې د پښتنو ابادي د نيمې نه کمه شمار کړی شوې، پښتانه سياستوال

د کال 2017 د سرشمېرنو په حساب په کراچۍ ښار کې د پښتو ژبې ويونکو يا پښتنو شمار چې 24لکه 6011 ښودل شوی پښتانه ملت پاله ګوندونه په دغه سرشمېرنه نیوکې کوي او وايي پښتانه په کراچۍ کې د بدنيتۍ په بنياد کم ښودل شوي دي. څيړونکي هم وايي ښکاري په کراچۍ د پښتنو نيمه ابادي ښودل شوې ده.

په پاکستان کې د شمارياتو د ادارې لخوا د کال 2017 د سرشمېرو په ختمي رپورټ کې ویل شوي چې په کراچۍ کې د مورنيو ژبو د شمېر په حساب په يو کروړ 60 لکه 24زره 894 کسانو کې تر ټولو زيات اردو ژبه ويونکي 67 لکه 79زره 142 او په دوېم نمبر پښتو ويونکي 24لکه 6011 دي.

په دغو شمېرو کې پنجابي ويونکي په درېم نمبر او 17لکه 19زره 636 او سيندهي ژبه ويونکي 19لکه 9877 دي، او په نورو ژبو ويونکو کې بلوچان، کشميريان، سرايکان، هندکيان او براهويان شمار کړی شوي دي.

د عوامي نيشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد وايي د کال 2017 په سرشمېرنه کې غلطۍ شوي دي خو د پښتنو سره په کراچۍ کې بیا دا زياتی هم شوی دی چې د يوې علاقې خلک په بله علاقه کې اچول شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل دلته بيا په کراچۍ کې د پښتنو سره بله مسله دا ده چې د دوی په شناختي کارډ د کراچۍ او کلي دواړو پتې يا درک ليکل شوی وي نو پښتانه زيات په خپلو پلارنو علاقو کې شمار کړی شوي دي.

"په دې کې بنيادي وجه زمونږ د پښتنو اېډرېسې ډبل (دوه پتې) دي او په هغې کې مسله دا شوې چې يو سړی د شلو کالو نه په کراچۍ کې پاتې کيږي د دېرشو نه پاتې کيږي د هغه خرچه، ژوند، کاروبار په کراچۍ دی خو نادرا والا په پخه پته اچولي دي اوس هغه سړی په کراچۍ کې ژوند کوي، د استعمال، سکول، بجلي دهغه روډ د دې ځای دي خو هغه په پخه پته د مردان، سوات او بونير اچول شوي دي، که سمې سرشمېرنې وشي په موجوده پته وشي نو پښتانه به نور سېوا شي يو په دوه به شي".

هغه وویل پکار ده چې سرشمېرنه د موجوده پتې په حساب وشي چې د چا په شناختي کارډ موجوده کومه پته يا درک درج دی داسې شمار پکار دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند صوبې مرستیال مشر سکندر خان يوسفزی تور لګوي په کراچۍ کې د پښتنو په حقونو صوبايي او مرکزي حکومت تل سترګې پټې کړي او په دې سرشمېرنه کې هم د پښتنو سره هغه سلوک شوی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "د دې عمل نه ثابتيږي چې د دوی پښتنو ته ارادې سمې نه دي خو په بدو ارادو او نيتونو صوبې او ملکونه نه چليږي دوی د دغې سرشمېرنې د رپورټ غندنه کوي".

هغه وویل دوی دغه سرشمېرو منلو ته تيار نه دي ځکه چې نوموړی دعوه کوي د کراچۍ د پښتنو په يواځې يوه علاقه کې د 24 لکو پورې پښتانه مېشت دي.

په کراچۍ کې دعوه کيږي چې د 40 نه تر 50 لکو پورې پښتانه پکې اباد دي او دا د پښتنو په کوم يو ښار کې تر ټولو غټه ابادي ده.

جرنلسټ او څيړونکی اجمل خټک کشر وايي په دې سرشمېرنه د اولې ورځې نه نيوکې کېدې دلته اردو ويونکو او جماعت اسلامي پکې سختې نيوکې کولې چې د دوی شمېره کمه ښودل شوې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په کراچۍ کې د پښتنو شمېره ډېره زياته ده په دې سرشمېرنه کې کمه ښودل شوې ده.

"زما په خيال مرکزي نکته دا ده، دا کار په اراده شوی دی او کمه شمېره ښودل شوې ده ځکه چې د ابادۍ په بنياد ترقي ياتي کارونه کيږي او د روزګار موقعې سرکار برابروي نو غټه ابادي د مهاجرو اردو ويونکو ده نو ظاهره ده چې د پښتنو ابادي به کمه ظاهره کړی شوې وي، دا موجوده مردم شماري قابل قبول نه ده او چې څوک هم غېر جانبدار عام سړی راشي په کراچۍ کې به ورته درېم سړی پښتون مېلاويږي، د ژبې په بنياد د پښتنو شمېره ډېره کمه ښودل شوې ده".

په پاکستان کې د کال 2017 په سرشمېرنه له دې وړاندې هم نيوکې شوي خو دغه سرشمېرنه د مشترکه مفاداتو کونسل د روان کال د اپرېل په میاشت کې منظوره کړې ده.

د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه وزيراعظم عمران خان ته بيا خط لېږلی وو او خپل تحفظات يې ورته وړاندې کړي چې د ټولې سيند صوبې شمېرې کمې ښودل شوي دي.

خو مرکزي وزير اسد عمر ويلي وو دوی نوې کمېټي جوړه کړې او ويلي يې ويلي وو د کال 2023 د انتخاباتو نه دومره وړاندې به دغه عمل سرته ورسول شي چې د نوو سرشمېرنو په حساب به پکې انتخابي حلقې هم جوړې شي.