پاکستان کې زیاتره خبریالان له خپلو دندو زړه توري دي،علتونه یې څه دي؟

په پاکستان کې دصحافيانو دکار دتوان زياتولو لپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې سېنټر فار اېکسيلينس ان جرملزم لخوا جارى شوي يو رپورټ کې ویل شوي چې په کراچۍ ښار کې دهر دریم صحافي دخپل کار نه زړه تور شوی او دخپل کار له کبله د غصې او جذباتي فشار ښکار دی.

د پاکستان په نورو برخو کې کار کوونکي خبريالان وايي دغه حال د هېواد د هرصحافي دی او هغوئ د ذهني تناو سترو علتونو کې اقتصادي ستونزې، دملازمت دتحفظ نشتوالی او د هېواد دننه په ازاد صحافت رياستي بندبزونه ښایي.

دغیر دولتي ادارې سنټر فار اېکسيلينس ان ژورنالزم لخوا جارى شوي دې مطالعاتي رپورټ کې ویل شوي چې دذهني تناو په اړه دغه څېړنه کې دکراچۍ په صحافتي ادارو کې کار کوونکي 107 خبريالان د مطالعې برخه جوړ کړی شوي وؤ چې پکې د څلوېښتو نه زياتې ښځينه او دپنځوسو نه زیات نارينه صحافيان شامل وؤ.

په رپورټ کې ویل شوي چې دصحافيانو سره له مشاورت او پوښتنو ښکاره شوې چې په کراچۍ ښار کې د هر دريم صحافي د خپل کار نه زړه ټکېدلی او هر څلورم خبريال د خپل کار له کبله د غصې او جذباتي کیفیت سره مخ دی.

په اردو نيوز وېبپاڼې او نورو مطبوعاتو کې چاپ شوي ددغه څېړنيز رپورټ د ليکونکې ډاکتر اشا بدر له قوله ویل شوي چې په دې څېړنه کې برخه اخیستونکو صحافيانو منلې ده چې هغوي دذهني فشار ښکار دي او نوموړې وايي زياتره خبريالانو د تناو او ذهني فشار لويه وجه په هېواد کې د صحافت اوسنی طرز بللی دی.

په دغه رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د شخصي ټى وي چېنلو د راتلو سره او د بېړني خبر د موندنې منډې د هغوئ په ذهني تناو کې اضافه کړې ده او اکثره صحافيانو ویل چې د اخبارونو په دور کې نسبتاً پرسکون وؤ.

ددې رپورټ په اړه خپلو خبرو کې دپاکستان دصحافيانو د لویې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکېتر ناصر زيدي ډيوه ته وویل په صحافيانو د دباؤ لويه وجه په صحافت بندېزونه او د رياستي ادارو له خوا دباو دی.

هغه وايي په صحافيانو د کور ساتلو ،اقتصادي او د خپل کار فشار هغه علتونه دي چې د دوئ د ذهني تناو سبب ګرځي.

په دغه رپورټ کې ویل شوي چې په دې مطالعه کې د برخه اخستونکو صحافيانو عمرونه د شلو او پنځوسو کالو ترمنځ دي.

دسنټر فار اېکسيلينس ان جرنلزم لخوا جارى شوؤ شمېرو کې ويل شوي چې په دغه مشاورتي عمل کې شامل 45 صحافيان داسې وؤ چې د جذباتي کیفیت ښکار وؤ او 19 خبريالان د ذهني دباو او غصې سره مخ موندل شوي دي.

د پېښور خبريال او د خېبر يونين اف جرنلسټس دمالیاتو سکتر عزيز بونيري ډيوه ته وویل د هېواد دهر صحافي هم دغه حال دی او وايي ددې لويه وجه په هېواد کې په صحافت مخ په سېوا کېدونکي قدغنونه او بله وجه یې د هغوي اقتصادي ستونزې دي.

دی وايي په تېرو دريوؤ کلونو کې يوازې په پېښور کې د 200 نه زيات صحافيان بې روزګاره شوې دي او چې کوم کار کوي هغوئ د اقتصادي مسلو سره مخ دي ولې چي ګراني سېوا شوې ده.

دی وايي بله دا چې صحافيان بنديزونو هم پرېشانه کړې دي.

دکال 2018 او 2020 تر مېنځ مودې احاطه کوونکي دغه راپور کې د صحافتي فريضې په وخت د زياتى ښکار خبريالانو تناسب هم جاري کړی شوی دی او د رپورټ د شمېرو له مخې هر دريم صحافي داسې دی چې په څه نا څه ډول زیاتي سره مخ شوی دی.

رپورټ کې راغلي چې په دريوؤ کې يو خبريال وايي چې هغه د اعلا حکومتي چارواکو لخوا د دړکو سره مخ پاتې شوی او د دومره صحافيانو وینا وه چې د کار په مهال هغوئ د جنس په بنياد د تفريق مشاهده کړې او یا په خپله د جنس پر بنياد د تفريق ښکار شوي دي.

رپورټ وايي په لسو کې يو صحافي داسې هم شته چې د کار په وخت وېرول شوې دې.

اسلام اباد کې د اردو ژبې د ټي وي چېنل جيو نيوز سره کار کونکي خبريال اعزاز سید ډيوه ته وويل چې په صحافيانو د کار د دباو علت د ټي وي جرنلزم دی او صحافي مجبوره دی چې د پېښې خبر په شلو ثانیو یا سېکنډونو کې ورکړي او د خبر پوره تفصيل نه ورکول او مالوماتو فقدان هم د صحافيانو د ذهني تناو علت جوړېږي.

هغه وايي په صحافتي ټولنه کې د ذهني فشار وجوهاتو کې د ټولنې دننه د عمومي زغم کمی او د ازاد صحافت نشتوالی دی او باید چې ددې علاج هم وشي.

د صحافيانو نړیوال تنظيمونه هم پاکستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شمېري چرته چې ازاد صحافت کول خطرناک بللې کېږي.

په پاکستان کې د صحافيانو دحقونو غیر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک وروستی رپورټ وايي چې په پاکستان کې د کال 2002 نه تر اوسه لږ تر لږه 130 خبريالان د خپل کار له کبله وژلې شوي دي خو تر ننه پورې نه خو د هغوئ قاتلان موندل شوي او نه چاته سزا ورکړل شوې ده.