چارسده: د قران د سپکاوي په تور يو کس نيول شوی، قهرجنو مظاهره چيانو تاڼه سوځولې

د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې د اتوار/يکشنبې په ورځ ناوخته د قران د سپکاوي په تور يو کس نيول شوی، چارواکي وايي ځايي خلکو د دغه تن خلکو ته سپارلو غوښتنه کړې خو پوليس ورته انکار کړی او بيا قهرجنو مظاهره چیانو د پوليسو تاڼه سوځولې ده.

يو پولیس چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل پرون په 28 نومبر د چارسدې ضلعې د تنګي علاقې د مندڼي تاڼې په حددودو کې ځايي خلکو يو تن د قران د سپکاوي په تور نيولی او بيا يې پوليسو ته سپارلی وو.

هغه وویل وروسته نور ګڼ خلک راټول شوي او د پوليس نه یې تورن کس بيرته غوښتو، خو پوليس ورته نه وو سپارلی او بيا قهرجنو خلکو د مندڼي تانه سوځولې ده.

هغه زياته کړه په تاڼه کې ولاړ ګاډي او ريکارډ سوځول شوی او په تاڼه کې پرته وسله هم خلکو تښتولې ده.

پولیس چارواکي د نيول شوي تن په اړه وويل هغه د پوليس سره په ولکه کې دی، او د هغه په اړه يې نور جزيات شريک نه کړل.

وروسته ويل شوي، د مندڼي تاڼې د سوځول کېدو پس قهرجنو خلکو د تاڼې سره اړونده څلور چوکۍ هم سوځولي دي.

وي او اې ډیوه د چارسدې ضلعې د انتظامیې او پوليس چارواکو سره د پېښې د نورو جزیاتو مالومولو په اړه د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

ځايي خلکو ويلي دغه ګنګوسې يا اوازې د پرون اتوار د سهار راهسې خورې وې، چې يو تن د قران سپکاوی کړی دی.

يو ځايي تن چې خپل نوم يې نه ښکاره کول غوښته نن د ګل په سهار يې وي او اې ډيوه ته وويل خلک نن هم په قهر دي.

خو پولیس چارواکي ويلي، په علاقې کې حالات قابودي او د امنيت وضعه ټينګه ده. دا چې په پرونۍ پېښه کې څوک نيول شوي هم دي کنه؟ چارواکي يې په اړه د څه ويلو نه ډډه وکړه.