اسلام اباد ـــ څو مياشتې وړاندې د راولپنډۍ ښار نه د اغوا کړی شوې پاکستاني نژاده امريکایي ښځې وجيهه سواتۍ مړی د پښتونخوا د لکي مروت د پیزو سیمې په يو کور کې موندل شوی او پوليسو یې د وژل کېدو تایید کړی دی.
د راولپینډۍ د پوليسو مشر د خالي- شنبې به ورځ يو مطبوعاتى کانفرنس ته وويل چې د پلټنو په وخت د وجيهه سواتۍ مخکیني خاوند رضوان حبيب د دې د وژنې جرم منلی دی.
وجيهه سواتۍ د ايبټ اباد اوسېدونکې وه، چې د اکتوبر په مياشت کې د برتانيې نه پاکستان ته راغلې وه او د راولپینډۍ له مورګاه سيمې نه لادرکه شوې وه چې وروسته پوليسو د دې د اغوا مقدمه درج کړه او د دې لټون یې کاوه.
د راولپینډۍ د پوليسو مشر ساجد کياني مطبوعاتي کانفرنس ته وويل د پېښې پلټنې لا روانې دي او تر اوسه چې څه پرمختګ شوی هغه معلومات د مېډيا سره شريک کړی شوي، خو له تفتيش پوره کېدو وروسته به ټول معلومات له مېډيا سره شريک کړي.
نوموړي وويل په پلټنو کې پته ولګېده چې وجيهه سواتۍ په شپاړسم اکتوبر پاکستان ته راغلې وه او خپل مخکیني خاوند د اسلام اباد هوایي ډګر نه په ډي ایچ اې کې خپل کور ته بېولې وه او په همدې کور د دوی تر منځ شخړه وه چې د حل لپاره یې هغه پاکستان ته ورغلې وه.
کياني وويل تر اوسه پورې یې درې مشکوک کسان رضوان حبيب، د هغه پلار او يو بل کس ګرفتاره کړي دي او هيله ده چى نورې ګرفتاريانې به هم وشي.
نوموړي زياته کړه چې د وجيهه مړی د لکى مروت نه اسلام اباد ته راوړل کېږي.
ساجد کياني وويل چې په اسلام اباد کې د امريکا سفارتخانې هم دوى سره په دې لړ کې معلومات شريک کړي وو ځکه چې وایي وجيه يوه پاکستاني نژاده امريکایۍ وه.
د وجيهه سواتۍ د اغوا کېدلو رپورټ د هغې د زوى عبدالله مهدي په شکايت باندې مورګاه پوليس تاڼه کې درج کړی شوې وو.
په 23 دسمبر د لاهور هایکورټ راولپینډۍ بېنچ جج د ښار د پوليسو مشر ته امر ورکړی وو چې زر تر زره دې وجيهه را پيدا کړي او عدالت ته دې یې وړاندې کړي ګنې د پوليسو مشر انسپکټر جنرل به عدالت ته راوغواړي.
وروسته پولیسو د وجيهه پخوانی خاوند رضوان حبيب ونيولو او عدالت ته یې وړاندې کړو او عدالت دی د څلورو ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته وسپارل.
ياده دې وي چې د وجيهه سواتي وړومبی خاوند ډاکټر علي مهدي- چې يو امريکایي وګړی وو- په کال 2014م کې د پنجاب له ربوه ښارګوټي سره نیژدې وژل شوی وو.
د ډاکټر علي مهدي تر وژنې وروسته وجيهه سواتۍ د جايدادونو د لېن دېن کاروبار کوونکي کس رضوان حبيب سره واده کړې وو او دوه کاله مخکې د دوی تر منځ هم طلاق شوی وو.