د امریکايي کانګرس پلاوی چې د پاکستان په سفر دی، د پاکستان د وزیراعظم او پوځ د مشر سره يې ليدلي او ژمنه يې کړې چې امریکا به په پاکستان کې د راغلو سېلابونو له امله د اغېزمن شوو خلکو د مشکلاتو په کمولو کې مرسته کوي.
د پاکستان د سرکاري مطبوعاتو [رېډيو پاکستان] ترمخه د امریکايي کانګرس درې کسيز پلاوي چې پکې شيلا جېکسن لي، تهومس سوکزي او الېګزنډر ګرين شامل دي، پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په پوځي مرکز [ جي اېچ کيو] کې ليدلي دي.
ويل شوي امریکايي پلاوي په ليدنه کې ژمنه کړې چې امریکا به د سېلاب ځپلو د مشکلاتو په کمولو کې د پاکستان مرستې کوي.
د خبر ترمخه په لیدنه کې په شريکو ګټو، سيمې په امنيت، دوه اړخيزه اړيکو او نورو موضوعاتو بحث شوی دی.
په دغه مهال د پاکستان پوځي مشر د امريکا د مرستو مننه کړې او زياته کړې يې ده چې د سېلاب ځپلو د ژغورلو او بحالۍ دپاره د نړيوالو همکارانو مرستو ته ضرورت لري.
له دې وړاندې امریکايي پلاوي د وزیراعظم شهباز شریف سره هم ليدلي او ژمنه یې کړې وه چې امریکا په دې وخت کې د پاکستان سره اوږده په اوږه ولاړه ده او مرستې به ورسره کوي.
د امریکايي پلاوي د سفر نه وړاندې هم امريکا د پاکستان سره د سېلاب ځپلو دپاره مالي مرستې اعلان کړي دي.
په په 31 اګست امریکې د پاکستان سره د 30 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی وو چې پاکستانۍ شپږ اعشاريه 65 اربه روپۍ ترې جوړيږي.
امريکا ويلي په دغو مرستو کې خوراکي توکي، اوبه او د سرپناه څيزونه شامل وي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي وو، "پاکستان د سختو سېلابونو سره مخ دی او امریکا ورسره په دې سخت وخت کې ولاړه ده".
له دغې وړاندې هم په 16م اګست امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د يو لک ډالرو په سمدستي توګه ورکولو اعلان کړی وو، ويل شوي وو دا مرستې د هغو يو ملين ډالرو نه جدا دي چې امریکې پاکستان ته د قدرتي افتونو په وخت د مرستو دپاره اعلان کړي دي.
او وروسته بيا د امریکې مرکزي کمانډ سېنټکام په دوېم ستمبر ویلي وو، "اسلام اباد ته ټيم ليږي چې په پاکستان کې د راغلو سېلابونو ارزونه وکړي چې د امریکا د دفاع وزارت د پاکستان سره په دغه لړک کې د امریکايي پرمختيايي ادارې [يو اېس اېډ] د لارې کوم ډول مرستې کولی شي".
پاکستان کې د جون د مياشتې راهسې بارانونه ورېدل پېل شوي په وروستیو کې د بارانونو له امله سېلابونه راغلي، مرګ ژوبلې او مالي تاوانونه يې اړولي دي.
پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام د ادارې [اېن ډي اېم اې] ترمخه په ملک کې د جون د نيمايۍ څخه په باراني، سېلابي او بېلابيلو پېښو کې د 1325 نه زيات کسان مړه شوي او د 12000 نه زيات ژوبل شوي دي.
د پاکستان چارواکي وايي په ملک کې د لکونو په شمېره کې کورونه نړېدلي، فصلونه تباه شوي، د خلکو څاروي مړه دي، سړکونه او پُلونه سېلابونو وړي دي.
په وروستيو کې ملګرو ملتونو د پاکستان سره د 160 ملينه ډالرو د مرستو غوښتنه کړې وه.
او د پاکستان د پلاننګ وزير احسن اقبال ويلي وو پاکستان ته سېلابونو د لس اربه ډالرو پورې تاوان اړولی دی.