د ترکيې د استانبول ښار په یو مشهور بازار کې د اتوار/یکشنبې په ورځ بمي چاودنه وشوه چې لږ تر لږه شپږ (۶) تنه یې وژلي او د پنځوسو (۵۰) زیات نور یې زخمیان کړي دي. د ترکیې صدر رجب طیب اردوان ویلي چې د دې چاودنې نه د "ترهگرۍ بوی" راځي.
د چاودنې وروسته، اېمبولانسونه سیمې ته ورسېدل او زخمیان یې نږدې هسپتالونو ته ولېږدول. پولیسو د چاودنې ځای کلابند کړ. دا چاودنه په "استقلال جاده" کې شوې، چې د استانبول ښار زړه ګڼل کیږي. کله چې د مازدیګر د څلورو بجو وروسته هلته زوروره چاودنه وشوه، نو په استقلال جاده کې د ځایي خلکو او سېلګرانو ګڼه ګوڼه وه.
د چاودنې پس، د ترکیې صدر رجب طیب اردوان د خبریالانو سره خبرې وکړې.
هغه وویل: "تر هرڅه وړاندې، اول غواړم د هغو کسانو رشته دارانو سره غمشریکي وکړم چې په دې حمله کې وژلی شوي دي او هغو ته چې نن په استقلال جاده کې زخمیان شوي، هغو ته د فوري صحت هیله کوم."
جدایي غوښتونکي کردانو او اسلامي تندلارو، پخوا وختونو کې د ترکیې په مختلفو ښارونو کې د چاودنو ذمه واري په غاړه اخېستې ده. اردوان وویل، ممکن د اتوار/یکشنبې ورځې چاودنه د ترهګرۍ عمل وي.
هغه زیاته کړه، "دا به ډېره غلطه وي چې ووایو «دا بېشکه یو ترهګریز برید دی». خو ابتدایي موندنې او زما [د ټاکل شوي] ګورنر ابتدایي استخباراتي معلومات ښيي چې د دې برید نه د ترهګرۍ بوی راځي."
صدر اردوان وویل، هغه کسان چې د ترکیې خلاف په ترهګرو بریدونو کې شامل و، هغو پخوا ماته خوړلې ده، او په آینده کې به هم ماتې وخوري. اردوان ژمنه یاده کړه چې د اتوار/یکشنبې ورځې د چاودنې عاملین به هم پیدا کوي او سزا به ورکوي.
تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري چا په غاړه نده اخیستې.
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د داعش ډلې تندلارو په استانبول ښار کې یو لړ بمي چاودنې ترسره کړې چې په کې یې سېلګران په نښه کول، او هغه وخت هم په استقلال جاده کې چاودنې شوې وې.
په ۲۰۱۶ کال کې چې یوه چاودنه وشوه، هغې کې دوه اسرائیلي او دوه امریکایي شهریان هم مړه شول.
د ترکیې چارواکو د اتوار/یکشنبې ورځې د چاودنې په اړه، د ځايي مېډیا یا رسنیو رپوټونه د سخت څار لاندې نیولي دي.