شانګله کې د صوبایي اسمبلۍ غړي په کور، وزيرستان او مردان کې وسله وال بريدونه شوي

د خېبرپښتونخوا په شانګله، جنوبي وزیرستان او مردان ضلعو کې وسله وال بريدونه شوي، يو پوليس اهلکار او يو لاروی پکې وژل شوي او يو د اېف سي ځواک عسکر پکې ژوبل شوی دی.

د شانګلې نه د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی فېصل زېب وايي تيره شپه په 12 نيمې بجې خواو شا وسله والو د هغه په پلارني کور ډزې کړي دي.

وي اواې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، هغه په خپله په کور کې نه وو د تره کورنۍ يې په دغه کې اوسي او په وسله وال بريد کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په حجره يې ډزې لګېدلي دي.

هغه زیاته کړه د وسله والو سره پوليس امنیتي ساتونکو تر نیم ساعت پورې مقابله کړې ده.

فېصل زېب وويل نزدې دوه میاشتې وړاندې هم د هغه په کور بريد شوی او هاغه وخت ورته د افغانستان د ټيليفون نمبرو نه ګواښونه شوي او د هغې وروسته ورته هم دغه رنګ ګواښونه شوي دي.

هغه وويل د وزيراعلا خېبرپښتونخوا محمود خان سره يې د ليدو او تماس هڅه کړې خو هغه ورته وخت نه دی ورکړی.

وي او اې ډيوه د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف حکومت سره د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

د دې خبر خپرېدو پورې د فېصل زېب په کور د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

درې ورځې وړاندې هم د عوامي نيشنل پارټۍ د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ویلي وو، د ګوند صوبايي جنرل سيکرټري سردار حسېن بابک ته د ترهګرو لخوا نېغ په نېغه ګواښونه شوي او د هغه په نخښه کولودپاره غونډه شوې ده.

خېبرپښتونخوا کې بله تازه پېښه تېره شپه په مردان ضلع کې شوې او باييزو تاڼې په غونډو څوکۍ وسله وال بريد شوی او د ايليټ پوليس اهلکار پکې وژل شوی دی. د بريد زمه واري چا تراوسه نه ده منلې.

بله پېښه تېره ورځ د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې شوې او په ارمي پبلک سکول کې د يوې دستورې وروسته د سکول نه بهر په پوځي چارواکو او امنيتي اهلکارو ډزې شوي دي.

ځايي امنیتي چارواکو او ځايي خلکو دغه پېښه تاييد کړې ده. چارواکو ویلي په ډزو کې يو لاروی تن وژل شوی او د ملېشې اېف سی ځواک سرتيری پکې ژوبل شوی دی.

د پېښې په اړه يو ځايي تن چې خپل نوم يې نه څرګندول غوښته، وي او اې ډيوه ته ويلي په سکول کې د ماشومانو هلکانو او جينکو او میاندو پلارانو شريکه غونډه وه، يو پوځي چارواکی يې مشر مېلمه وو د دستورې وروسته چې پوځي چارواکی د سکول نه بهر ووتلو ډزې پرې پېل شوې، بيا د دواړو خواو نه د ډزو سلسله پېل شوې او نيم ساعت پورې روانه وه.

ماشومان او په سکول کې نور کسان بچ شوی او ويستل شوي دي.

پوځ په رسمي ډول په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې او د اېف سي قافلې په هدف کولو دعوه يې کړې ده.

خېبرپښتونخوا کې دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او په ټول ملک کې د حملو کولو وروسته يې په 30 نومبر په کوټه کې د پوليسو په ټرک ځانمرګی بريد او له دغې وروسته د نورو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [لومړي دسمبر] د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان او پاکستان په ګډون د ټولې سیمې لپاره خطره ده.

هغه ويلي، "زمونږ ګاونډي او ورور ملک افغانستان چې د پاکستان له لوري ورته هر ډول مرستې او کومک ورکول کېږي، د هغوی لپاره هم بايد دا د فکر وړ خبره وګرځي".

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريالانو رياض حسېن او عدنان بېټني شريک کړي دي]