د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرل عاصم منير ویلي، د قوم په ملاتړ به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري څو پورې چې تل پاتې امن په ځای کړی شوی نه وي.
د پاکستان پوځ ويلي، جنرل عاصم منير پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [شپږم دسمبر] د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی دی. تيراه د افغانستان سره په پوله پرته سيمه ده.
عاصمر منير ته د افغانستان سره په پوله د اقداماتو او انتظام احوال وړاندې کړی شوی دی.
هغه ويلي، "په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".
د پوځ مشر ويلي، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".
د پاکستان د پوځ نوي ټاکل شوي مشر جنرل عاصم منیر په داسې حال کې د تيراه سفر کړی چې په وروستیو کې د خېبرپښتونخوا د افغانستان سره په پوله پرتو سیمو او نورو برخو کې د ناامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي دي.
پرون د ډېره اسماعیل خان د پولیسو د ضلعي مشر په کاروان بريد شوی او په بنو او شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو پېښې شوي دي.
تحريک طالبان پاکستان د دغو پېښو زمه وارۍ منلي دي.
تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او په ټول ملک کې يې د بريدونو پېل کولو ويلي وو.
بيا په 30 نومبر تحريک طالبان پاکستان په کوټه کې د پوليسو په ګاډي ځانمرګی بريد کړی چې پکې د پوليس اهلکار په ګډون يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوي وو.
له دغې وروسته يې هم په پوليسو د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.
د پاکستان د حکومت ترمخه د تير کال اکتوبر د میاشتې راهسې د تحريک طالبان پاکستان سره د افغان طالبانو په مينځګړيتوب مذاکرات پېل شوي او په دغه لړ کې د پاکستان نه کابل ته د قومي مشرانو جرګې هم تللې او د ټي ټي پي د مشرانو سره يې ليدلي وو.
د مې په مياشت کې بيا تحریک طالبان ډز بندي کړې وه، خو په دغو مذاکراتو کې کوم ښکاره پرمختګ نه وو شوی.
څيړونکي وايي د نوي پوځي مشر جنرل عاصم منير په وړاندې په ملک کې دننه د تحریک طالبان پاکستان ګواښونه، د افغانستان سره پوله او بلوچستان کې امنيت غټ چېلنجونه دي، په داسې کې چې ملک اقتصادي مشکلات لري.
جنرل عاصم په 29 نومبر د پوځ کمان سمبال کړی وو.