تاجران وايي، حکومت دې د مارکيټونو بندولو په ځای خپلې خرچې راکمې کړي

پاکستان کې د تاجرانو اتحاديې وايي، د حکومت دغه پرېکړه ردوي چې په اته نيمې بجې مارکيټونه بند کړي دوی وايي حکومت دې د مارکیټونو بندولو په ځای خپلې خرچې راکمې کړي، خو اقتصاد پوهان وايي که حکومت د توانايۍ پاليسي عملي کړي د ملکي اقتصاد دپاره دا ښه پرېکړه ده.

د پاکستان مرکزي وزیرانو پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [درېمه جنورۍ] ويلي مرکزي کابينې د توانايۍ پاليسي منظوره کړې او د بجلۍ د کم مصرف دپاره د مارکیټونو په اته نيمې بجې او ودونو د هالونو په لس بجې بندولو او سرکاري ادارو کې د 30 فيصده کمې بجلۍ خرچ کولو سره ځینې نورې پرېکړې کړي دي.

د دفاع وزیر خواجه اصف خبري غونډې ته ویلي، د مارکیټونو او رېسټورانټونو او ودونو د هالونو د وختي يا زر بنديز سره به کمه بجلي خرچ کيږي او حکومت ته به د 62 اربه روپو بچت کيږي، دغه رنګ نوموړي په نورو برخو کې د کمې بجلۍ په خرڅ کولو هم د اربونو روپو د بچت ويلي دي.

تاجران وايي د حکومت دغه پرېکړه ردوي

د خېبرپښتونخوا د تاجرانو د اتحاديې مشر مجيب الرحمان وايي، دوی د حکومت دغه پرېکړه د تاجرانو معاشي قتل ګڼل، د دې سره بجلي نه بچت کيږي، سرکاري خرچې دې راکمې کړی شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "دوی [تاجران] د وړاندې نه د ترهګرۍ، قلنګ او کرونې له امله تباه برباد دي، که حکومت د خپلې پرېکړې عملي کولو دپاره هر اقدام کوي دوی به يې په وړاندې مزاحمت کوي".

هغه وویل، "په ګرده نړۍ کې مارکیټونه سهار وختي خلاصيږي او ماښام وختي بنديږي خو د دنيا سره دوی مقابله ځکه نه شي کولی چې په بهر نړۍ کې ملکونه خپلو تاجرانو ته اسانتياوې ورکوي، قانون يو شان وي په پاکستان کې په پنجاب کې يو قانون او پښتونخوا کې بل قانون دی، په پنجاب کې د اوړو تروړه په 1300 روپۍ او په پښتونخوا کې په 2700 روپۍ ده".

هغه زياته کړه په کنټونمنټ کې يو ټېکس دی او عام بل رېټ دی، دوی هم غواړي چې د نړۍ په شان دلته هم يو شان ټېکس او يو شان اسانتیاوې وي، هغه تور لګوي چې حکومت په ملک کې په يو مارکيټ کې يو شان نرخونه نه شي عملي کولی.

د ملک په غټ اقتصادي مرکز کراچۍ کې د تاجرانو د اتحاديې مشر عتيق مير وايي، "د ټولو ملک تاجرانو دغه پرېکړه رد کړې ده د حکومت نه د شاهانه خرچو کمولو غوښتنه کوي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "حکومت دې د هغو خلکو بجلۍ او تېل بند کړي چې ويړيا ورته ترلاسه کيږي، د دوکانونو بندولو نه بجلي نه بچت کيږي دا تاثر په يو ځای کې نشته".

هغه زياته کړه، په ملک کې ګراني دومره زياته ده چې خلک په يوه نوکرۍ د کور خرڅ نه شي چلولی، ګېس او بجلي د وړاندې نه دومره ګران دي چې خلک په خپله هم د ګرانۍ له امله کمه بجلي خرچ کوي، واکمن خپل زور د ولس نه اوباسي.

کار پوهان

اقتصاد پوهه مهتاب حېدر وايي، پاکستان کې سياسي بې ثباتۍ د رياست عملداري اغېزمنه کړې ده، نوموړی د حکومت لخوا د مارکيټونو د بندېز او توانايۍ د بچت پرېکړه ستايي خو وايي که عمل پرې وشي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د پاکستان د تيلو بهرنی بل يا خرچ د برداشت نه بهر دی، بهرنۍ زرمبادله ذخيره ورځ تر بلې کمې کيږي پکار ده چې خلک د ژوند تېرولو طريقې بدلې کړي ټول کارونه د ورځې په رڼا کې وکړي او ماښام په ټوله نړۍ کې دوکانونه بنديږي پاکستان کې ولې داسې نه کيږي".

هغه وويل پکار ده "چې حکومت تاجران په دې خبره مطمين کړي او که تاجران دا پرېکړه نه مني بيا دې حکومت خپله عملداري په ځای کړي".

دغه رنګ اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان هم وايي، پاکستان کې وړاندې هم داسې اعلانونه او پرېکړې شوي دي دا مکان لري خو د تاجرانو شکایتونه هم په خپل ځای دي چې حکومت دې خپلې وزيران او خرچې راکمې کړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "حکومت اوس د بجلۍ د بچت دپاره دا پرېکړه کړې ځکه چې پاکستان کې زياته بجلي په تيلو جوړيږي، تيل د بهر نه راغوښتل کيږي حکومت غواړي چې د تيلو خرچ يې کم شي ځکه په ملک کې ډالر نشته خزانه کې پېسې نشته".

پښتونخوا حکومت

د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف ويلي، "د توانايۍ پاليسي د مرکزي حکومت ده د دوی سره پرې کومه مشوره نه ده شوې".

هغه په ټویټر ويلي، "د پښتونخوا حکومت د وړاندې نه د توانايۍ د بچت دپاره ګامونه پورته کړي او د وفاقي حکومت په پاليسۍ د عمل کولو دپاره تراوسه کومه پرېکړه نه ده شوې".