نور عالم: د پېښور په حساسه ځای کې ترهګري څنګه شوې؟ پارلیمان دې خبر کړی شي

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پبلک اکاونټ کمېټۍ مشر نور عالم خان پوښتنې راولاړې کړي چې د پېښور په حساسه ځای کې ترهګر بريد څنګه شوی؟ د پوځ مشر دې پارلیمان ته حال وړاندې کړي چې ولې ترهګري کيږي او څوک یې زمه وار دي؟.

نوموړي ويلي، "مونږ ته دې پاليسي وړاندې کړی شي چې زمونږ [د پښتنو] سره بیا څه کوئ؟ بيا به 30 کاله مونږ وژل کیږو، سیاسي مشران به وژل کيږي؟".

هغه پوښتنه راولاړه کړې چې، "زما پوښتنه دا ده د اېوان او د دې ملک د مالکانو نه چې زمونږ سره څه کول غواړئ؟" هغه زياته کړه "ماته دې وويل شي زمونږ ګناه څه دی، 40 کاله وشو، زمونږ کلچر تاسو ختم کړو سختدريځه سوچ زمونږ کله نه وو، پاليسي بيان دې ورکړی شي چې زمونږ سره څه کول غواړي، د ملي امنیت غونډه دې راوبلل شي".

نور عالم وويل "پښتنو له دې نوره سزا ورنکړی شي، د ملک دپاره پښتونخوا قربانۍ ورکوي، زه د پاکستان د دویمې درجې شهري ګڼل کېږم، پښتانه د پاکستان سره مينه کوي خو ګیله ده چې ستاسو د پاليسيانو له وجې مونږ وژل کيږو او په لاهور کې ناست خلک د پاکستان د دښمنانو په مينه کې سندرې وايي".

د نوموړي د خبرو په ځواب کې د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، "د پنجاب نه که يو غږ پورته شوی وي چې ماله د کومې خبرې سزا راکوې نو زه یې غندنه کوم،او زه دا خبره رد کوم چې څوک د لاهور او پېښور خبره کوي".

هغه وويل، د ترهګرۍ خبره کیږي خو د امنیتي ادارو خبره څوک نه کوي چې قربانۍ ورکوي، په پنجاب کې هم پوليس او امنيتي ځواکونه وژل کيږي.

رانا ثناالله زياته کړه، "دا شريک درد دی او اجتماعي غلطي شوې ده هیڅ ضرورت نه وو چې مجاهدين مو تیار کړل، او هغوی بيا په خپله ترهګر جوړ شول".

هغه وویل، د ټول قوم دا عزم دی چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د امنیتي ادارو سره ولاړ دی، هغه زياته کړه وزيراعظم به راځي قامي اسمبلۍ ته به پاليسي وړاندې کوي، د پوځ مشر او د ايي اېس ايي مشر به راځي احوال به وړاندې کوي.

د کورنيو چارو وزير وويل، "مونږ به په هر قيمت د ترهګرۍ پرضد دا جګړه کټو او د پېښور د ارمي پبلک سکول د پېښې وروسته چې کوم عزم څرګند کړی شوی وو زمونږ پاليسي نن هم هغه ده".

پېښور کې په ارمي پبلک د ترهګر برید چې پکې د 150 پورې کسان وژل شوي او زياتره یې زده کوونکي وو، د يادې پېښې وروسته د ترهګرۍ ضد 20 نکاتي نېشنل اېکشن پلان جوړ شوی وو. څيړونکي وايي په هغه نېشنل اېکشن پلان پوره عمل نه دی شوی.

خو وزيراعظم شهباز شريف د پېښور د پېښې وروسته ويلي، د ترهګرۍ د مخنيوي د ادارو قوت به سېوا کولی شي او نېشنل اېکشن پلان به په پوره قوت سره عمل يقيني جوړول کيږي.

پرون د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه هم شوې او پوځ ويلي دي، د پېښور بريد د ترهګرۍ په وړاندې د ملت د نه زغملو تګ لاره نشى کمزورې کولی.

پوځ ويلي، د پېښور په پېښه کې ککړو مجرمانو ته به مثالي سزاګانې ورکوي.

د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، په تيرو څلور کلونو کې ترهګرۍ ته پاملرنه نه ده شوې او د هغې په نتيجه کې نن دا حالات جوړ شوي دي، هغه د تحریک انصاف په حکومت نيوکې کړي چې په حکومت کې یې د وسله والو سره خبرې کړي او وسله وال یې پرېښودي وو خو هغه پاليسي غلط ثابته شوه.

رانا ثناالله د پېښور په پوليس لاين کې د شوي ځانمرګي بريد احوال قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړو او وې یې ويل، دا پوښته وزيراعظم هم راپورته کړې چې په حساسه علاقه کې څنګه دا پېښه وشوه، هغه زياته کړه ادارې دې ته نزدې شوي چې د خودکش سهولت کاري چا کړې ده.

هغه وویل، "د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دې پېښې زمه واري منلې ده. په ياده پېښه کې 100 کسان وژل شوي چې پکې 97 پوليس افسران او اهلکار دي او درې ملکي وګړي دي، او په وژنو کې د اضافې اندېښنه موجوده ده ځکه چې په ژوبلو کې د ځينو روغتيايي حالت مرګونی دی، دا خبره ثابته شوې چې دا بريد يو ځانمرګي کړی دی او د هغې پلټنې روانې دي".

په اخره کې نوموړي وویل، د پېښور د پېښې په اړه ټول تفصيل به پارلیمان ته وړاندې کولی شي.