د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي، چې له آی ایم اېف سره خبري وروستي پړاو ته رسیدلي او ژر به قوم ته ښه خبر ورکړي.
د پاکستان د حکومت او د نړیوالې مالیاتي ادارې د پلاوي ترمنځ له ځنډ سره مخ د اوه اربه ډالرو د پور پروګرام د پرځای کېدو لپاره د تېرو اتو ورځو راهیسې خبرې روانې دي.
خو اقتصاد پوهان وايي، په دې روانو خبرو کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده لا هم ځینې ستونزې شته.
ارشد حسین پرې راپور تیار کړی.