د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د واکمنو طالبانو کونسل جنرل وايي، د سیند صوبې د زندانونو/جېلونو څخه نور د 200 پورې افغانان خوشي شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.
کونسل جنرل عبدالجبار وي او اې ډيوه وويل په خوشي شوو کسانو کې 170 د کراچۍ د مرکزي او ملير زندان او 30 نور د سکهر له زندان څخه خوشي دي چې پکې لس زنانه او نهه ماشومان هم شامل وو.
عبدالجبار زیاته کړه تر اوسه پورې په سيند صوبه کې د 1400 پورې افغانان د زندانونو څخه خوشي شوي او د 600 پورې نور هم لا په زندانونو کې دي.
هغه دا هم وویل په بندي افغانانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
عبدالجبار وويل په کراچۍ کې د افغانانو د نيولو لړۍ اوس هم دوام لري که څه هم د وړاندې په مقابله کې کمه شوې ده ډېر افغانان نه نيول کیږي.
خو د سيند صوبې د پوليس مشر [ايي جي پي] غلام نبي مېمن نن وي او اې ډیوه ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، "د پولیس او حکومت پاليسي ده چې يواځې غېر قانونه افغانان نه بلکې ټول بهرنيان غېر قانونه خلک نيسي، او که پوليس قانوني اسناد لرونکي تنګوي او نيسي يې او دوی ته کوم ثبوت ترلاسه شي د هغو پوليسو پرضد کارروايي کوي".
د افغانانو وکیله منيزه کاکړ وايي، په سيند صوبه کې د تېر کال جولايۍ د میاشتې راهسې د سيند صوبې په کراچۍ او نورو ښارونو کې د 2000 افغانان نيول شوي چې ښځې، ماشومان او ناروغان پکې هم شامل وو او درې پکې تراوسه پورې مړه شوي دي، دوی په وروستیو کې عدالت ته خواست کړی وو چې پکې یې غوښتي وو:
"سياسي پناه غوښتونکي افغانان دې بيرته ونه لېږل شي، ناروغان دې ونه نيول شي او پوليس ته دې لارښوونه ورکړی شي چې قانوني اسناد لرونکي افغانان دې نه نيسي".
خو د سيند هايکورټ چې دغه خواست اورېدلی چيف جسټس چيف جسټس احمد علي شېخ په خپل ريمارکس کې ویلي وو، "پاکستان څه نړيوال يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي".
په کراچۍ کې افغانان تور لګوي چې پوليس داسې افغانان هم نيسي او پېسې ترې اخلي او بيا یې خوشي کوي د چا سره چې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانون اسناد وي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو، ښځو او ماشومانو په نيولو او بندي کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې وو، اداره په نړيواله کچه په رياستونو غږ کوي چې په زوره افغانان بيرته خپل هېواد ته نه ستنوي څو پورې چې په افغانستان کې امنيت، د قانون سر لوړي او د بشري حقونو حال ښه شوی نه وي.
يو اېن اېچ سي آر وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې قانوني اسناد لري او دوی يې مرستې کوي. په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي.
درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.