ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مدني ټولنې د يو شمېر بنسټونه له خولې ویلي، که دوی ښځې په کار کې و نلري نو يا خو به خپل فعاليتونه کم کړي او يا به یې بشپړ بند کړي
دغه سازمان وايي، چې د ژوند ژغورنې د خدماتو د وړاندې کولو لپاره په ادارو کې د ښځو رول اړين دی.
کارپوهان وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې د مدني ټولنې فعاليتونه کمېدل يا ځنډېدل به په دغه هېواد کې د بېوزلۍ او فقر کچه نوره هم زیاته کړي.
دوی وايي، په هېواد کې د اقتصادي بحران او بشري ناورين د مخنيوي لپاره د بهرنیو مرستو ترڅنګ د هېوادوالو لپاره د معاش ګټلو د زمینې برابرول ډير مهم دي.
نور تفصيل له پېښور نه د ډيوه د خبريال عبدالرزاق په رپورټ کې