سيند اسمبلۍ قرارداد منظور کړی، سيندهي، پښتو، پنجابي او بلوچي دې قامي ژبې وګرځول شي

د پاکستان د سيند صوبې په اسمبلۍ کې متفقه قرارداد منظور کړی شوی او غوښتنه شوې چې په صوبو کې ويونکې ژبې سيندهي، پښتو، پنجابي او بلوچي دې قامي ژبې وګرځول شي.

ياد قرارداد پرون په 21 فرورۍ د مورنيو ژبو په نړيواله ورځ د پاکستان پيپلز ګوند د صوبايۍ اسمبلۍ غړې هير سوهو وړاندې کړی دی او په متفقه توګه منظور کړی شوی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هیر سوهو وويل، په قرارداد کې دوی د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې چې څنګه اردو ژبه قومي ژبه ده دغه رنګ دې په صوبو کې مورنيو ژبو ته په قانوني توګه د قامي ژبو حیثيت ورکړی شي.

هغې وويل، په هند کې دا وخت 26 ژبو ته د قامي ژبو درجه ورکړی شوې ده ځکه دوی هم غواړي چې په پاکستان کې دې سیندي، پښتو، پنجابي او بلوچي ژبې قامي ژبې کړی شي.

سوهو زیاته کړه وړاندې په قامي اسبملۍ کې داسې يوه قانوني مسوده وړاندې کړی شوې وه خو بيا پکې د نورو ژبو شاملولو دپاره د بدلون قانوني مسوده وړاندې شوې وه ځکه هغه قانوني مسوده د ځنډ ښکار شوې ده.

هغې دا هم وويل چې د 18 اييني بدلون وروسته دې صوبو ته دا واک هم ورکړی شي چې په صوبو کې کومې نورې ژبې ويل کيږي او صوبه وغواړي چې سیمه ييزه ژبو ته د صوبايي ژبې حیثيت ورکوي چې دغه واک لري.

د کوټې سره تعلق لرونکی پخوانی پروفېسر شاعر او ليکوال خليل باور وايي، سيند ا سمبلۍ ډېر د جرات ګام پورته کړی دی بايد د نورو صوبو اسمبليانې هم دغه ګام پورته کړي او د سيند اسمبلۍ دغه قرارداد تاييد کړي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، کله چې ژبې ته د قامي ژبې حیثيت ترلاسه شي بيا په هغه ژبه کې تعليم کيږي د عدالتونو ژبه شي. اوس هغه خو دغه ژبې په مارکيټ کې شته خو په دفترونو کې نشته.

نوموړي زياته کړه، که چرته دې ژبو ته د اردو په رنګ د قامي ژبې درجه ورکړی شي نو په دې به بيا رسمي نوکرۍ ترلاسه کيږي، اوس که مونږ د پښتو دپاره په شخصي ډول هڅې کوو چې خپلې ژبې ته وده ورکړو نو چې قامي ژبه شي بيا به په سرکاري سرپرستۍ کې پرمخ ځي.

د خېبرپښتونخوا ټېکسټ بک بورډ پخوانی مشر او باچا خان پوهنتون پخوانی وايس چانسلر ډاکټر فضل رحيم مروت وايي، د سیند اسبملۍ د قرارداد ستاينه کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په خېبرپښتونخوا کې د عوامي نيشنل ګوند په حکومت کې دا ګام پورته کړی شوی وو چې پښتو ژبه دې په نصاب کې لازمي ژبه وګرځول شي.

هغه وويل، وروسته بيا په صوبه کې د پينځه نورو ژبو په اړه هم کابينه کې منظوري ورکړی شوې وه، او د سيمه ييزو ژبو اتارټي جوړه کړی شوې وه.

هغه زیاته کړه د پاکستان په اساسي دستور د 1973 په ايين کې د سيمه ييزو ژبو او کلتور خبره موجوده ده، خو اوس چې د سيند اسمبلۍ کوم قرارداد وړاندې کړی شو نو دا خبره يو قدم مخکې لاړه ځکه چې په ايين کې د وړاندې نه د سيمه ييزه ژبو ويل شوي دي.

ښاغلي مروت وويل بايد د اسمبلۍ د قرارداد ملاتړ وشي.

څو ورځې وړاندې په پېښور کې ځینو شخصي سکولونو په خپلو زده کوونکو مورنیو ژبوکې په خبرو بندېز لګولی دی.

پرون په 21 فرورۍ د ټولې نړۍ په څېرد پښتونخوا او بلوچستان په بېلا بیلو سیمو کې هم د مورنیو ژبو ورځ نمانځل شوې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د مورنۍ ژبې پښتو د ورځې په مناسبت پښتنو ملت پاله ګوندونو غونډې او لاريونونه کړي دي.

په خېبرپښتونخوا کې عوامي نيشنل پارتۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قامي وطن پارټۍ غونډې راجوړې کړي لاريونونه یې کړي او غوښتنه یې کړې چې پښتو ژبه دې په نصاب کې لازمي ژبه وګرځول شي او بنيادي زده کړې دې هم په پښتو ژبه کې لازمي کړی شي.