د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره د جمعې په ورځ د دواړو خواو د چارواکو له خوا د خبرو په پایله کې په جزوي توګه پرانېستل شوې ده
په تورخم کې سرچينو وي او اې ډيوه ته ويلي يواځېافغانان خپل وطن ته د دروازې پرانېستلو نه وروسته تللی شي او له هغې غاړې نه يواځې پاکستانيان خپل وطن ته راتلی شي.
دوی ويلي، د دوه اړخيزه تجارت پرانېستلو په اړه حتمي پرېکړه نه ده شوې او له باره ډک ګاډي دواړو غاړو ته لا هم ولاړ دي.
نور تفصيل د فرید شینواري په راپور کې