په بلوچستان صوبه کې په دوه ورځو کې دوه بمي چاودنې - تازه چاودنه په بارکهان کې پېښه شوې ده

د پاکستان د بلوچستان صوبې نقشه

واشنگټن - د پاکستان د بلوچستان صوبې پولیس وایي چې د نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د ګڼې ګوڼې ډک یو بازار کې بمي چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه څلور (۴) کسان مړه او شپاړس (۱۶) نور زخمیان شوي دي.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې برید ذمه واري په غاړه نده اخېستي. دا چاودنه د بلوچستان په بارکهان ضلعه کې شوې ده، چېرته چې د یاغیانو حملې غیرمعمولي نه ګڼل کیږي.

د ځایي هسپتال چارواکو ویلي چې د پېښې په زخمیانو کې ماشومان هم شامل دي، او د څو تنو ټپیانو حالت مرګونی بلل شوی چې یره ده د مړو شمېر زیات شي.

د ضعلې ډېپټي کمېشنر عبدالله کهوسه وویل چې بم په یو موټرسایکل کې ځای پرځای شوی و او د ریموټ په ذریعه چاودنه شوې ده.

ځایي ټي وي چېنلونه وایي چې په چاودنه کې څو دوکانونو ته هم ډېر سخت زیان رسېدلی دی.

د صوبې وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو د تشدد دا پېښه غندلې، هغه یې یو ترهګریز عمل ګرځولی، او د چاودنې عاملین یې "د انسانیت دښمنان" بللي دي. هغه د هېڅ کومې ځانګړې ډلې نوم ندی اخېستی.

په تېرو دوولسو (۱۲) ساعتو کې دا دویمه چاودنه ده چې په بلوچستان صوبه کې رامنځته کیږي. د فروری په ۲۵مه په خضدار ښار کې هم د پو لیسو په ګاډي مقناطیسي بم لګول شوی و چې زوروره چاودنه یې وکړه او په نتيجه کې یې دوه د پولیسو عسکر مړه او دوه نور ټپيان شوي وو. د پېښې ذمه واری کالعدم بلوڅ وسله والې ډلې بي اېل اې په غاړه اخېستې وه.

بل لور ته بیا په سوراب کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د ډي اېس پي سوراب ډرايور ټپي شوی دی.

د فروری د میاشتی پر ۲۳ د پوځ د عامه اړيکو څانګه آی اېس پي آر وویل چې د ایران له سرحد سره جوخت په ضلع کېچ کې ناڅرګنده وسله والو د امنیتي ادارو پر قافلې باندې ډزې وکړي چې دوی ته یې کوم زیان نه دی اړولی، خو وروسته بیا امنیتي ځواکونو عمليات وکړل چې په نتيجه کې یې ۸ "ترهګر" ووژل شول.

په دې رپوټ کې د ډیوه خبریال حمید سمسور نه هم معلومات اخېستل شوي دي.