پېښور هايکورټ په پښتونخوا کې د قومي اسمبلۍ ټاکل شوي ضمني انتخابات معطل کړل

پېښور هايکورټ

د پېښور هايکورټ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د قامي اسبملۍ په 24 څوکيو ټاکل شوو ضمني انتخاباتو معطل کولو حکم وکړو، پاکستان تحریک انصاف ګوند عدالت ته د انتخاباتو ودرولو خواست کړی وو. الېکشن کمېشن وايي په 16 او 19 مارچ ټاکل شوو انتخاباتو دپاره تياريانې پېل کړی شوې وې.

د پېښور هايکورټ چسټس اېس اېم عتيق شاه او جسټس سيد ارشد علي نن د جمعې په ورځ درېمه مارچ د انتخاباتو معطل کولو حکم وکړو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند وکيل بېرسټر ګوهر خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، "ما په خېبرپښتونخوا کې د قومي اسمبلۍ د غړو لخوا عدالت ته خواست کړی وو، د قامي اسمبلۍ د اته و غړو استعفاګانې د قومي اسمبلۍ سپيکر په 17م جنورۍ منظورې کړې وې، او د 16 نورو استعفاګانې په 20م جنورۍ منظور کړې وې، او دا استعفاګانې هغه وخت منظور کړی شوې وې چې په 17 جنورۍ تحریک انصاف فېصله کړې وه چې دوی بيرته پارلیمان ته تلل غواړي".

هغه وويل، "د استعفاګانو نه وړاندې د قامي اسمبلۍ غړي نه وو غوښتل شوي ځکه دوی دغه استعفاګانې منظورېدل په هايکورټ کې چېلنج کړې وې او عدالت ته یې ویلي چې دوی خپلې استعفاګانې بيرته اخلي او پارلیمان ته ځي او د استعفاګانو مقصد یې په حکومت زور راوړل وو چې انتخابات وکړي او عامو انتخاباتو ته لاړ شي".

هغه زياته کړه دوی عدالت ته خواست کړی وو چې ضمنتي انتخابات دې ودرول شي چې دوی بیرته پارلیمان ته لاړ شي، نو هايکورټ د انتخاباتو معطل کولو حکم وکړو او د قضيې اورېدنې دپاره یې بله نېټه اوس اووم مارچ ورکړه".

بېرسټر ګوهر خان وويل، "پاکستان تحریک انصاف ګوند پرېکړه کړې چې بيرته پارلیمان ته ځي او استعفاګانې یې غلطې منل شوي دي".

په خېبرپښتونخوا کې د الېکشن کمېشن ویاند سهېل خان وي او اې ډيوه ته وويل، چې" په 16م مارچ په د قامي اسمبلۍ په اته څوکيو او په 19م مارچ په 16 څوکيو انتخابات اعلان کړی شوي وو، او د انتخاباتو دپاره تیاريانې پېل کړی شوې وې".

په 21م فرورۍ عوامي نېشنل ګوند په خېبرپښتونخوا کې د قومي اسمبلۍ په څوکيو په ضمني انتخاباتو کې د برخې نه اخستو اعلان کړی او ويلي یې وو، "حکومتي ايتلاف او پاکستان پيپلز ګوند ورته په انتخاباتو کې د برخې نه اخستو خواست کړی وو، ټول اتحاديان په انتخاباتو کې برخه نه اخلي ځکه دوی هم د مشورې وروسته د بايکاټ پرېکړه وکړه".

په 17م جنورۍ د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د پاکستان تحريک انصاف ګوند د35 غړو استعفاګانې منظورې کړې وې او د انتخاباتو کمېشن د پارليمان د منتخب غړو په توګه د دغو ټولو کسانو د رکنیت د منسوخۍ اعلان کړی وو.

د تحریک انصاف غړو د تېر کال اپرېل په مياشت کې وروسته له هغې په يو ځای استعفاګانې ورکړې وې چې د باور د رایې په نتیجه کې عمران خان د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شو خو سپيکر هغه وخت یواځې د 11 غړو استعفاګانې منلې او ويلي يې وو چې پاتې کسان به په انفرادي ډول د تصديق دپاره را غواړي.

په 17 جنورۍ چې د کوم غړو استعفاګانې منظور کړی شوې وې په هغوی کې د دفاع مخکینی وزير پروېز خټک، فواد چوهدري، شهريار اپريدی، علي امين ګنډاپور، نورالحق قادري، مراد سعيد، عمر ايوب خان، اسد قيصر، راجه خرم شهزاد نواز، علي نواز اعوان او اسد عمر، صداقت علي خان، غلام سرور خان او شیخ راشد شفیق شامل دي.

له دې سره سره د بهرنیو چارو د مخکیني وزیر شاه محمود قريشي، حماد اظهر، ثناء الله مستي خېل، شفقت محمود، ملک عامر ډوګر، فهيم خان، سيف الرحمان، محمد عالمګير او د ښځینه غړو پر ځانګړو څوکیو د زرتاج ګل او کنول شوزب استعفاګانې هم منل شوې وې.

له دغې وروسته سپيکر د تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ د پاتې غړو استعفاګانې هم منظور کړې او د ياد ګوند د قومي اسمبلۍ د ټولو غړو استازيتوب ختم کړی شوی وو.

الېکشن کمېشن چې د ضمني انتخاباتو اعلان کړی وو په دغو حلقو کې د خېبرپښتونخوا نه، اېن اې 4 سوات 3، اېن اې 17 هري پور 1، اېن اې 18 صوابۍ 1، اېن اې 25 نوښار 1، اېن اې 26 نوښار 2، اېن اې 32 کوهاټ، اېن اې 38 ډېره اسماعيل خان 1 او اېن اې 43 خېبر 1 شاملې وې.

د بلوچستان نه پکې اېن اې 265 کوټه 1 شامله وه.