د پاکستان د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې په شاهرګه سيمه کې د سکرو په يو کان کې پرون د ګېس چاودنه شوې، د هرنايي د ډي دفتر وايي د کان په پېښه کې شپږ مزدوران مړه شوي دي.
د هرنايي ضلعې د ډي سي دفتر نن د جمعې په ورځ [درېم مارچ] وي او اې ډیوه سره د پېښې په اړه خبر شريک کړی چې ترمخه یې د يو مزدور مړی پرون او پينځه نور نن راوويستل شو.
د ډي سي د دفتر ترمخه په پېښه کې پينځه کسان ژوبل شوي هم دي.
د شاهرګې د صحت مرکز ډاکټر محمد اکبر وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د سکرو په کان کې دا پېښه پرون په دویم مارچ شوې په کان کې د ګېس چاودنه شوې وه.
هغه وويل پرون د کان نه څلور ژوبل راويستل شوي او روغتون ته راوړل شوي هغه بچ دي، يو کوټې ته لېږل شوی دی، او نن بيا د کان نه پينځه مړي راویستل شوي دي.
د نوموړي په خبره د مړه شوو مزدورانو تعلق د چمن او پشين سيمو سره دی.
خو په بلوچستان صوبه کې د سکرو د کانونو انسپټکر جمعه داد وايي په کان کې ټول نهه کسان ګېر شوي وو.
پاکستان کې اکثره د سکرو په کانونو کې د ګېس چاودو پېښې کيږي.
جمعه داد وايي، "څه د مزدورانو لا پرواهي وي او ځينې انتظاميه ډېر غور نه کوي او ډېر افغاني لېبر دي دوی د کار سره ډېر ناواقفه وي او اکثره د مزدورانو د لا پرواهۍ نه دا پېښې کيږي".
د 26 او 27 فرورۍ په منځنۍ شپه کې د هرنايي په خوست سيمه کې نامعلومه وسله والو د سکرو په مزدورانو ډزې کړې او څلور یې وژلي وو.
خود مزدورانو اتحاديې وايي، چې حکومت او انتظاميه په کانونو کې د مزدورانو د ساتنې قانون نه عملي کوي چې له امله یې دغه ډول پېښې کيږي.
په پاکستان کې د سکرو د کانونو د فېډرېشن جنرل سيکرټري سلطان محمد خان روانه اوونۍ وي او اې ډيوه ته ويلي وو "تېر کال په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې 288 کسان مزدوران مړه شوي کومه شمېره چې د دوی سره په ريکارډ ده" خو نوموړي کړې وه چې "دا شمېره به د 300 نه سېوا وي او ژوبل به د 3000 نه زيات وي خو ډېر ماينونو والا مړینې او ژوبلې پټوي ځکه چې دوی بيا د ماينونو والا نه د خواريکښو دپاره تاوان غواړي".
هغه ويلي وو تېر کال په مړه شوو "288 خواريکښو کې يواځې په بلوچستان صوبه کې 160 مزدوران مړه شوي او دا نور بيا په خېبرپښتونخوا، 46 په پنجاب او سیند صوبو کې مړه شوي وو".
د نوموړي په خبره د سکرو په کانونو کې زیاتره پښتانه مزدورۍ کوي چې تعلق یې د خېبرپښتونخوا د شانګلې، سوات، دير او د بلوچستان صوبې د کوټې، توبه اڅکزۍ، مسلم باغ او د افغانستان د بېلابيلو سيمو سره دی.