کراچۍ کې بلوڅو مېرمنو او ماشومانو په یو لاريون کې ويلي، چې په بلوچستان کې اوس هم ښځې ځورول کيږي، بې درکه کېږي او د دروغو مقدمې پرې جوړيږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې بلوچ مېرمنو او ماشومانو لاريون او احتجاج کړی او ويلي یې دي چط په بلوچستان صوبه کې اوس هم ښځې ځورول کيږي، بې درکه کېږي او د دروغو مقدمې پرې جوړيږي.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې بلوچ مېرمنو او ماشومانو لاريون او احتجاج کړی او ويلي یې دي چط په بلوچستان صوبه کې اوس هم ښځې ځورول کيږي، بې درکه کېږي او د دروغو مقدمې پرې جوړيږي.

دوی وويل ښځې په هره ټولنه کې د ظلم او زياتي ښکار دي خو بلوڅ مېرمنې په ځانګړي ډول د رياستي جبر او ظلم سره مخ دي.

دوی په ملکي او نړيوالو ادارو غږ کړی چې په بلوچ مېرمنو د روان ظلم او زياتي ضد دې غږ پورته کړي.

نور تفصيل د کراچۍ نه د ډیوه خبريال فضل عزيز په ويډيو رپورټ کې.