پاکستان: د پېسو بدلوونکو اتحاديه وايي د روپۍ د پياوړتیا دپاره په پاليسۍ کې بدلون پکار دی

پاکستانۍ روپۍ چې د ډالر په مقابله کې پرله پسې غورځيږي او کله کله بيا پياوړې هم شي، پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو اتحاديه وايي، پکار ده چې د ډالر او روپۍ قدر معلوم وي، او د دې دپاره حکومت له يوه کوټلې پاليسي جوړول پکار دي ځکه چې دا د ډالر او روپۍ روان حالت نه د ملک او نه د ولس په ګټه دی.

پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو اتحاديې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وايي نن په انټربېنک يو امريکايي ډالر د 281 روپو نه تر 284 روپو بدليږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل تازه چې د ډالر په مقابله کې روپۍ غورځېدلې په دې کې ملکي او نړيوالو مالياتي ادارو هم رول لوبولی دی.

د پاکستان سټېټ بېنک ترمخه په اووم مارچ په انټربېنک کې يو ډالر په 277روپۍ 87پسې، په اتم مارچ 279روپۍ 12پسې او پرون په نهم مارچ په 282روپۍ او 30پېسې وو.

ظفر پراچه وايي، پاکستان کولی شي چې د ډالر قيمت په يو وټاکي خو د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] د شرط لاندې نه شي کولی چې ډالر په يو ځای ودروي.

هغه زياته کړه د وړاندې نه پاکستان ډالر په يو ځای ودرولی وو خو څنګه چې د نړيوالې مالياتي ادارې په وینا ډالر او روپۍ په مارکیټ کې ازاد پرېښودی شو ډالر په يو ځای په بره لاړو.

هغه وویل داسې هم نه ده پکار چې ډالر په يوه مخه په بره روان وي او روپۍ په يوه مخه غورځيږي، په دې حکومت له سوچ پکار دی که چرته حکومت دې ته سنجيده شي نو امکان لري چې د روپۍ او د ډالر ښکته بره تلل په ځای ودريږي.

د ظفر پراچه په وینا پاکستان دې د ايران او افغانستان سره د نورو هېوادونو په څېر تجارتي پاليسي جوړه کړي چې هر څه معلوم وي او په دې کې د ایران او افغانستان قصور نشته دا د پاکستان خپله د پاليسۍ قصور دی.

هغه وويل بهرنی تجارت دې د يو بل سره وتړل شي او دوی حکومت ته دا وړانديز هم کړی دی، چې بهرنیو پاکستانيانو او د پېسو بدلوونکو اتحادیې ته دې د اېکسپورټ کمپنۍ درجه ورکړی شي.

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصادي مشکلات د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] د پور د پروګرام سره تړلي دي او ځينې په دې نظر هم دي چې د ډالر بره ښکته تلل هم د ايي اېم اېف سره تړاو لري.

د نړیوالې مالياتي ادارې سره چې د پاکستان د پور د پروګرام بحالي د ځنډ ښکار ده، د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار پرون ويلي، د ملک د ديواليه کېدو خطره نشته او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د نهمې ارزونې په پوره کېدو کې د هغه د توقع څخه هم زيات وخت لګي خو هيله یې څرګنده کړې چې د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ به په يو څو ورځو کې لوظنامه وشي.