د پښتونخوا په کوز کوهستان سیمه کې په يو کور اور لګېدلی، لس تنه پکې مړه شوي دي

د خېبرپښتونخوا په کوز کوهستان ضلع کې په اور سوځېدلی کور

د خېبرپښتونخوا په کوز کوهستان ضلع کې په يو کور د اور لګېدو پېښه کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي او درې نور ژوبل شوي دي، په کوهستان کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 پېښه او په پېښه کې د اوښتي تاوان تاييد کړی دی.

په کوز کوهستان کې د ژغورنې ادارې ویاند فرمان اپريدي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، اور د شپې ناوخته په دوه بجې په پټن سېرۍ علاقه کې لګېدلی او په پېښه کې پینځه ښځې او پینځه ماشومان مړه شوي او درې تنه ژوبل شوي دي.

هغه وویل د اور سوځېدو له امله کور په بشپړ ډول سوځېدلی دی او ښايي په کور کې د اور له امله اووه اته څاروي هم مړه شوي دي.

هغه وويل د اور مړ کولو عمليات د شپې پېل کړی شوي او سهار په اته بجې سرته رسېدلي دي.

د اور لګېدو د علت په اړوند فرمان وويل، کور کچه وو، ښايي د بجلۍ د شارټ سرکټ له امله لګېدلی وي، او زياته یې کړه په پېښه کې ژوبل کسان هم په داسې حالت کې دي چې څه یې نه دي ویلي.

هغه زياته کړه اور زيات وو ځکه د بر کوهستان نه ورسره هم د ژغورنې ادارې په عملياتو کې مرسته کړې ده.

خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت دغه ډول د اور لګېدو خبرونه مخې ته راځي، په ښارونو کې د اور لګېدو د پېښو زياتره علتونه د بجلۍ شاټ سرکټ يا ګېس ليک کېدل يادول کيږي.

په لرې پرتو علاقو کې بيا د شپې په مهال په انغرو کې د اور پاتې کېدو يا د څاروو په کوټو کې د اور بلېدو له امله لګي.

خو په لرې پرتو علاقو کې ویل کيږي چې زياتره مرستندويه ادارې په وخت ونه رسي او خلک په خپله د اور مړ کېدو پوره انتظام نه لري ځکه ډېر تاوان اړوي.