پاکستاني پولیسو ادعا کړې، چې د پېښور پوليس لاين جومات باندې ځانمرګی بريد، جماعت الاحرار ډلې په افغانستان کې پلان کړی و خو طالبانو دا رد کړې
د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډې پوليس چارواکو د جمعې په ورځ دعوه کړې چې د پوليس لاين ترهګر بريد د تحریک طالبان پاکستان اتحادي ډلې جماعت الاحرار کړی چې بريد کونکی يې د افغانستان په کندوز کې روزل شوی و.
څېړونکي پرې څه وايي؟ عبدالرزاق پرې راپور تیار کړی.