پاکستان کې د اتحادي حکومت د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي، په کوم لانجمن انداز چې د انتخاباتو کولو هڅې کیږي، په دې انتخاباتو سياسي ګوندونه سلا نه دي، د سپريم کورټ ججان پرې وېشلي دي ځکه داسې لانجمنه انتخابات کېدل به په ملک کې ګډوډی جوړ کړي او د ملک د تباهۍ سبب به وګرځي.
د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د پاکستان د سپريم کورټ د پرونۍ فېصلې په غبرګون کې کړي دي.
قانون پوهان او د سياسي چارو کار پوهان وايي په دې اوسنيو حالاتو کې ملک د ټکر طرف ته روان دی، خطرناک حالات به جوړ شي که د دې روان بحران حل راونه ويستل شي.
د پاکستان سپريم کورټ په څلورم اپرېل په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو په اړوند د قضیې فېصله واوروله او حکم یې وکړو چې په 14مه مې دې په پنجاب صوبه کې انتخابات وکړی شي. عدالت ويلي د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د انتخاباتو معامله به ځانله کتل کيږي.
نن په پېنډۍ کې د وکيلانو يوې غونډې ته په وينا کې رانا ثناءالله وويل، "له دې وړاندې د 1977 انتخاباتو ملک دوه ټکړې کړی وو او د 1977 انتخاباتو دې ملک ته د کلاشنکوف کلچر راوړو د کومې د ترهګرۍ نه چې ملک تراوسه پورې نه دی خلاص".
هغه وويل "دا درېم انتخابات که لانجمن شو د ملک د تباهۍ سبب به وګرځي مونږ د هغې تباهۍ په لار کې ولاړ يو، څوک د انتخاباتو څخه نه تښتي او زمونږ دغه رایې اکثره ججان تاييدوي، او وکيلان یې ملګرتيا کوي".
هغه د نوم اخستو پرته وويل چې د يو تن ضد او ناړامۍ ملک دې حد ته رارسولی دی خو دوی او ټول سياسي ګوندونه به یې مخه نيسي.
د راپورونو ترمخه اتحادي حکومت په ښکاره ډول د سپريم د کورټ د فېصلې منلو نه انکار کړی دی.
د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د سپريم کورټ د فېصلې وروسته د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابينې غونډه شوې او په غونډه کې د سپريم کورټ فېصله رد کړی شوې ده.
د قانون وزير، اعظم نذير تارړ ويلي، په پنجاب کې انتخابات کول به ملک د ملک اييني او سیاسي بحران نور سېوا کړي.
هغه ویلي، د سپريم کورټ په فېصله تحفظات لري او د قانوني ډلې سره د مشورې وروسته به د خپلې تګلارې فېصله کوي او دوی په ټول ملک کې په يو ځای انتخابات کول غواړي.
مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف د سپريم کورټ د پرونۍ فېصلې هرکلی کړی دی.
د پېښور هايکورټ د وکيلانو مشر رحمان الله اېډوکېټ وايي، فېصله سپريم کورټ اورولې ده داسې یې څوک نه شي رد کولی که ججان هر څومره وو خو د سپريم کورټ ججان دي او هغوی فېصله کړې ده.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "حکومت کولی شي چې دغه فېصلې ته د بیا کتنې دپاره خواست وکړي، خو کومې پوښتنې چې په سپريم کورټ او ججانو راپورته کيږي که چرته فل کورټ دغه قضیه اورېدلې او ټولو سیاسي ګوندونو ته د هغو د اورېدو حق ورکړی شوی وی نن به دغه پوښتنې نه راولاړېدې".
د جرنلزم استاز ډاکټر توصيف احمد خان وايي په دې حالاتو کې ملک د ټکر او خطر لور ته روان دی.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په داسې حالاتو کې د خلکو په ادارو اعتماد ختميږي په ټولنه کې به د انصاف او قانون عملي کېدل په ځای ودريږي، د دې به حل راويستل وي کنه حالات به ډېر خراب شي".