قرارداد: پارلیمان د سپريم کورټ د درې کسيزه بنچ فېصله ردوي، وزیراعظم دې فېصله نه مني

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په وړاندې کړی شوي يو قرارداد کې د پاکستان د سپريم کورټ د درې کسيزه ججانو د بنچ فېصله رد کړی شوې او ويل شوي چې د ايين او قانون ترمخه پارلیمان د اکثریتي بنچ فېصله عملي ګرځوي او وزيراعظم دې په اوسنۍ فېصله عمل نه کوي.

د پاکستان سپريم کورټ دوه ورځې وړاندې په څلورم اپرېل په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو په اړوند د قضیې فېصله واوروله او حکم یې وکړو چې په 14مه مې دې په پنجاب صوبه کې انتخابات وکړی شي. عدالت ويلي وو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د انتخاباتو معامله به ځانله کتل کيږي.

پاکستان کې د اتحادي حکومت د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله پرون ویلي، په کوم لانجمن انداز چې د انتخاباتو کولو هڅې کیږي، په دې انتخاباتو سياسي ګوندونه سلا نه دي، د سپريم کورټ ججان پرې وېشلي دي ځکه داسې لانجمنه انتخابات کېدل به په ملک کې ګډوډی جوړ کړي او د ملک د تباهۍ سبب به وګرځي.

نن چې پارليمان ته د بلوچستان عوامي پارټۍ غړي خالد حسېن مګسي د سپريم کورټ د فېصلې په اړوند قرار داد وړاندې کړی د اسمبلۍ ګڼو غړو پرې لاسليک کړی دی.

په قراداد کې "د سپريم کورټ د فل کورټ ميټګ د فېصلو او يو اېګزېکټيو سرکلر پورې" تفصيل ویل شوی او زياته کړی شوې چې "اېوان په سياسي معاملاتو کې په بې ځايه عدالتي مداخلت د اندېښنې څرګندونه کوي او تازه اقليتي فېصله به په ملک کې سياسي بې ثباتي به سېوا کړي".

په قرار داد کې ویل شوي، " پارلیمان دا د درې کسيزه بنچ اقليتي فېصله ردوي او وزيراعظم او کابينه د دې پابند کوي چې په دې خلاف ايين او قانون فېصله عمل ونه کړي. او د عدالت نه د فل کورټ غوښتنه شوې چې بيا کتنه ورته وکړي".

د قرارداد وروسته په ايتلافي حکومت کې شامل د جمعیت علما اسلام مولانا اسد محمود وويل، په هیڅ حال به سترې محکمې ته دا اختیار ورنه کړو چې د پارلیمان او انتخاباتو کمېسون اختیار دې په خپل لاس کې واخلي.

وړاندې د پاکستان مرکزي کابینې هم د سترې محکمې درې کسیزه بینچ دا فېصله رد کړې وه.

خو پاکستان تحریک انصاف ګوند د وزیراعظم شهباز شریف ترڅنګ د کابینې پرضد د قانوني کاروايۍ پېل کولو اعلان کړی دی. او د ګوند د اطلاعاتو سیکتر فرخ حبیب په دې حقله د کابینې ډوویژن ته خط هم لیکلی دی.

د سپريم کورټ د فیصلې وروسته الېکشن کمېشن د انتخاباتو نېټې هم جاري کړي خو ايا دا انتخابات به په وخت وشي؟.

د دې تپوس په ځواب کې په حکومت کې شامل د پاکستان پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړې ناز بلوچ وایي "حکومت به هر يو کار د دستور او قانون ترمخه کوي او د انتخاباتو کولو اختیار د انتخاباتو کمیسون سره دی خو دا هم کتل دي چې ولې د عمران خان ګوند د خېبرپښتونخوا او پنجاب حکومتونه ختم کړل او ولې اوس دی په دوه صوبو کې انتخابات غواړي".

"دا د حکومت کار دی چې د دستور ترمخه دې انتخابات وکړي خو کله کول دي څنګه کول دي دا کار د انتخاباتو کمیسون دی او حکومت او مرکزي کابینه به د قانون او دستور پرضد يوکار هم ونه کړي".

د بلوچستان اسمبلۍ غړی ثنا الله بلوچ هم وايي چې "د سر شمیرنې عمل روان دی، د هغې نتیجې لا نه دي راغللې نو څنګه به ممکن وي اوس انتخابات په زوړ مردم شمارۍ وشي او راتلونکې په نوې؟".

پاکستان تحریک انصاف په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ګورنر او الېکشن کمېشن ضد سپريم کورټ ته خواست کړی دی چې د انتخاباتو نېټه یې نه ده ورکړې.

د تحريک انصاف مخکني وزیر تېمور جګړا ويلي، "په څو ورځو کې به په خېبرپښتونخوا کې هم د انتخاباتو نېټه اعلان شي په ايين کې په 90 ورځو کې د انتخاباتو ويل شوي او په صوبه کې د اسمبلۍ ماتولو 79 ورځې وشوې او 11 ورځې وروسته به د نګران حکومت هیڅ حیثيت نه وي".

وړاندې د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علي هم په دې صوبه کې د انتخاباتو دپاره د اکتوبر اتمه نیټه اعلان کړې وه.