اېچ آر سي پي: بلوچستان کې د پښتنو د ابادۍ جايزه، شکايتونه دې سنجيده وګڼل شي

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] د بلوچستان صوبې د حقيقت موندنې یا فېکټ فاينډنګ مِشن په رپوټ کې ويلي، په بلوچستان صوبه کې "سياسي فريقېن دې د پښتنو د ابادۍ جايزه شکايتونه، په ځانګړي ډول په صوبايي اسمبلۍ کې د غېر برابره استازيتوب په اړوند د دوی شکايتونه سنجيده واخلي".

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] د حقیقت موندنې د تفصيلي رپوټ په اړوند خپور کړي بیان کې ويلي، "په بلوچستان کې د بشري حقونو مسلې اوس هم موجودې دي، او د بشري حقونو تنظيم هلته په په موجود مسلو سخته اندېښنه لري".

اېچ ار سي پي نن په یو بیان کې ويلي، "سخته اندېښنه په دې لري چې په بلوچستان کې په زوره بې درکۍ، معاشي محرومۍ، په ازاد صحافت قدغنونه، ناقصه انتظامات او په اسټبلشمنټ د سیاسي جوړ جاړو د تورونو له امله د بلوچستان د خلکو قهر سېوا کيږي".

د بشري حقونو کمېشن ویلي،د حقيقت موندنې ماموریت [فېکټ فاينډنګ مشن] یې د بلوچستان صوبې سفر کړی، د بشري حقونو د دفاع کوونکو، وکیلانو او صحافیانو ترڅنګه د ماهي ګيرو او سياسي مشرانو سره یې ليدلي او دغو ليدنو کې خلکو بلوچستان ته د رياست کالونۍ ګرځولې ده.

اېچ ار سي پي اندېښنه څرګنده کړې چې "رياست اختلاف راې د فشار لاندې راوستو دپاره په پراخه کچه په زوره خلک بې درکه کوي، دا شکايت ورته ډېرو خلکو کړی دی".

په بلوچستان صوبه کې د اوږدې مودې راهسې د وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز په نوم تنظیم د بې درکه خلکو معلومولو او خوشي کولو دپاره مبارزه کوي.

ياد تنظيم د زرګونو په شمېره کې د خلکو په زوره د بې درکه کېدو دعوې کوي او تور یې په رياستي ادارو لګوي خو حکومتي او امنيتي ادارې دغه تورونه ردوي.

د اېچ ار سي په بيان کې ويل شوي "نيم پوځي چيک پوستو په عامو خلکو او ځانګړي ډول مکران کې په خلکو کې ويره خوره کړې ده، او د وسایلو ډکه صوبه د غټو پرمختيايي پروژو څخه ترلاسه کېدونکې امدن کې بې برخې ده".

اېچ ار سي پي ویلي، "د بلوچستان صوبې د ګاونډي ملکونو ترمنځ د ښه تجارتي نظام نشتوالي په صوبه کې د غربت کچه سېوا کړې ده".

د پاکستان د بلوچستان صوبې دوه پولې د افغانستان او ايران سره لګېدلې دي.

د بشري حقونو تنظيم د تفصیلي رپورټ په سپارښتنو کې ويلي، "اسټبلشمنټ دې د بلوچستان په سياسي معاملاتو کې بې ځايه لاسوهنه نه کوي، په زوره په بې درکه کولو کې د ککړو کسانو سره دې حساب وشي، او په صوبه کې د مطبوعاتو سره اړونده کسانو د امنیت او ازادۍ دپاره دې په بلوچستان اسمبلۍ کې قانون سازي وشي".

تنظيم د "حق دو تحریک د غوښتنو منلو او د پاکستان، چين اقتصادي راهدارۍ [سي پېک] لاندې روانو يا راتلونکو پروژو په اړوند ويلي، چې د دې نه دې د ګوادر د ماهي ګيرو د امدن لارې اغېزمنې نه شي".

اېچ ار سي پي تېره میاشت دغه رنګ بيان د خېبرپښتونخوا صوبې په اړوند هم وړاندې کړی او ويلي يې وو، چې "په صوبه کې ورګډو شوو قبایلي ضلعو اوسېدونکي د سختې مايوسۍ ښکار دي، او اوس هم په تمه دي چې رياست به دغه علاقې قامي چوکاټ ته راولي او د دستور لاندې به د دوی بشري، سياسي، ټولنيز او معاشي حقونو ته تحفظ ورکړي".