په خیبر پښتونخوا کې چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خپلې واکمنۍ پرمهال د حکومتي اقداماتو د تشهير او د عامه پوهاوي لپاره کومه پروژه پېل کړې وه هغه د صوبې نګران حکومت تړلې
په دغه پروژه کې کارکوونکي ځوانان وايي چې د حکومت دې ګام سره د صوبې د يولس سوو نه زیات هلکان او نجونې په داسې حال کې بې روزګاره شوي چې د ګرانۍ کچه ډېره لوړه ده.
د پارليماني چارو پوهان وايي، نګران حکومت له اختياراتو څخه تېری کړی او که دغه بېروزګاره شوي کسان عدالت ته ورشي نو فېصله به يې د دوی په حق کې وي.
نور تفصيل له پېښور نه د ډيوې خبريال عبدالرزاق په رپورټ کې