ملي امنيت کميټي: د ترهګرۍ تازه څپه د ټي ټي پي سره د نرمې رويې ساتلو د پاليسۍ نتيجه ده

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ "په ملک کې د ترهګرۍ تازه څپه د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] ترهګر ګرځول شوي تنظیم سره د نرمې رويې او بې سوچه پاليسۍ نتيجه" ګرځولې ده. خو په اعلاميه کې د نرمې رويې او بې سوچه پاليسۍ په اړه نور تفصيل نه دی ویل شوی.

د وزیراعظم د دفتر څخه جاري شوي بيان کې ویل شوي، د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنيت د کمېټۍ 41مه غونډه نن په وزیراعظم هاوس کې وشوه چې پکې مرکزي وزيرانو، او د پوځ مشرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون وکړو.

د ټي ټي پي سره نرمه رويه

ویل شوي "کمېټۍ په ملک کې د ترهګرۍ تازه څپه د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] ترهګر ګرځول شوي تنظیم سره د نرمې رويې او بې سوچه پاليسۍ نتيجه وګرځوله کومه چې د ولس د توقعاتو او خواهشاتو پرضد ده. د کومې په نتيجه کې چې ترهګرو ته بې د کوم خنډه نه يواځې بيرته د راوستلو اجازت ورکړی شوی بلکې د ټي ټي پي خطرناک ترهګر هم د اعتماد سازۍ په نوم د جېلونو نه خوشي کړی شوي".

د ملي امنيت د کمېټۍ په اعلاميه کې ويل شوي، "بیرته راتلونکو دغو خطرناکو ترهګرو او په افغانستان کې په لويه شمېره کې موجودو مختلفو ترهګرو تنظيمونو لخوا د مرستې ترلاسه کېدو په نتيجه کې په ملک کې سوله او ثبات ګډوډ شوی کوم چې د بې شماره قربانو او هڅو په نتيجه کې ترلاسه شوی وو".

د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې د ټي ټي پي سره د نرمې رويې او ترهګرو بيرته راوستو په اړوند چې نور تفصیل نه دی ویل شوی خو د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف او نور وزيران په ښکاره په مخکني وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې د هغه د پاليسيو له امله په ملک کې ترهګري بيا سېوا شوې ده.

د ټي ټي پي سره مذاکرات

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د کال 2021 د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې ويلي وو"د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، هغه یې په جواب کې ويلي وو "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د يادو خبرو په لړ کې بيا د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان نه کابل ته پلاوي تللي خو د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه وه راغلې او د تېر کال د نومبر په مياشت کې بيا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.

د وسله والو بيرته راوستل

روانه مياشت عمران خان د برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، "نن هم د هواري لاره داده چې باید دوي [ټي ټي پي] سره مذاکرات وشي او که په کوم شي خبرې نه شي کیدای نو بیا به ټوپک ته لاس کول وي".

هغه ویلي وو "د هغه د واکمنۍ دوره کې چې ورته هرکله افغان طالبانو وویل" باید دوی [د ټي ټي پي وسله وال] بيرته بوځئ نو مونږ سره بله کومه لار وه؟ یا به مو دوي نیول او وژل به مو او یا به مو د سیمې د خلکو په مشوره بیرته دلته ابادول".

پاکستان کې په ځانګړي خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او په امنیتي ځواکونو د زياترو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان منلي دي. د ټي ټي پي سره داعش هم د ځینو بريدونو زمه وارۍ منلي او په بلوچستان صوبه کې د زياترو بریدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې مني.

څیړونکي وايي، د پاکستان موجوده ايتلافي [د پي ډي اېم] حکومت په تېر وزيراعظم عمران خان تور لګوي چې د هغه په حکومت کې ترهګر بیرته پښتونخوا او پاکستان ته راوستل شوي خو دا حکومت چې نزدې کال یې پوره کيږي، دې حکومت هم د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کوم خاص څه نه دي کړي او د ترهګرۍ په اړوند بدلون د پوځ د منظورۍ نه بغېر نه شي راتلی.

په وروستو کې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي چې د هیواد مسلح ځواکونه په بشپړ ډول (د ترهګرۍ دمخنیوي) وړتیا او توان لري او هره ورځ د پټو معلوماتو پر اساس د ترهګرو پرضد عملیات کوي.

د کوټلو عملياتو منظوري

د ملي امنیت د کمېټۍ په ننۍ غونډه کې هم ویل شوي چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

ويل شوي "د پاکستان څخه د هر دول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او به دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".

د وزیراعظم هاوس په اعلاميه کې ویل شوي، ننۍ غونډه په پېښور کې په پوليس لاين د ترهګر بريد وروسته د ملي امنيت د کمېټۍ د غونډې په تسلسل کې وشوه.

په افغانستان کې د ټي ټي پي د موجودګۍ تورونه او کابل ته سفر

پېښور کې د بريد وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله د افغانستان د نوم اخستو پرته ویلي وو، چې "زمونږ په يو ګاونډي دوست هيواد کې د طالبانو [تحریک طالبان پاکستان] خوندي ځالې موجودې دي هغوی هلته پلانونه جوړوي او راځي دلته [په پاکستان کې] کارروايانې کوي". او اوس به مونږ له "د پولې پورې غاړې د افغانستان د حکومت سره خبره کول وي چې خپله خاوره زمونږ پرضد ونه کاروي".

خو د کال 2021م په اګست کې په واک کې راغلو طالبانو او له دوی وړاندې افغان حکومتونو تل د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي.

افغانستان او امريکې تل په پاکستان دغه ډول تورونه لګولي چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان هم تل دغه تورونه رد کړي دي.

د روان کال په 22 فرورۍ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی چې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم مل وو.

پاکستان ويلي وو په ياد سفر کې پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ په اوونيزه خبري غونډه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو، د پاکستان امنيتي ادارې په افغانستان کې د واکمنو سره په تماس کې دي او مونږ تمه لرو چې افغان طالبان به دا خبره يقيني کوي چې ترهګرۍ ډلې د پاکستان د ولس او امنيتي ادارو دپاره خطر جوړ نه شي".

خو څيړونکي وايي د پاکستان د لوړې کچې حکومتي او استخباراتي پلاوي د کابل سفر او طالب مشرانو سره د ليدو وروسته هم د ترهګرۍ په پېښو کې کوم ښکاره کمی نه دی راغلی، د دې نه معلوميږی چې د اسلام اباد او کابل په مينځ کې بداعتمادي شتون لري بلکې سېوا شوې ده.

د وزیراعظم د دفتر څخه جاري شوي بيان ترمخه د ملي امنيت په ننۍ غونډه کې د ملک د دښمنانو د ناوړه ارادو ناکامه کولو عزم څرګند کړی شوی دی.