د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې ویل شوي "د حکومت له اړخه د ترهګرۍ ضد منظوره کړی شوې مبارزه کې به د ټول نظام لارې د ملک څخه د ترهګرۍ، توندروۍ يا انتها خوښۍ او بې ثباتۍ عوامل ختمولی شي".
د پوځ ترمخه د پوځ د مشر جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ [جي اېچ کيو] کې د کور کمانډرانو 257مه غونډه شوې ده او پاکستان ته "په ورپېښو بهرنيو او کورنيو چېلنجونو، ملکي او سیمې په حالاتو کې پکې غور شوی دی".
پرون د جمعې په ورځ له کیمرو پرته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د ملي سلامتیا په اړوند غونډه راجوړه شوې وه. د پوځ د کور کمانډرانو ناسته د يادې غونډې وروسته شوې ده.
د راپورونو ترمخه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې جنرل منېر ویلي وو وسله وال پوځونه د هیواد امنیت ساتلو ته په بشپړ ډول چمتو دي او ترهګرو سره له دې پرته بله لاره نشته چې د ریاست ځواکمنۍ ته غاړه کښیږدي.
پوځ ویلي د کور کمانډرانو په غونډه کې ويل شوي، چې "د پوځ مشرتابه د چېلنجونو د بشپړ ادراک څخه خبر دی او د پاکستان د ولس په ملاتړ د خپلې اييني زمه وارۍ ترسره کولو عزم لري".
ویل شوي د پوځ په غونډه کې "په دې هم رڼا اچول شوې چې کله امنيتي ځواکونه په لويديځه پرتو سيمو کې د استخباراتو په اساس عمليات کوي، هلته بيا د ترهګرۍ د لعنت اوږدې مودې ختمولو دپاره ټول قام او حکومت په ګډه د سوچ خپلولو ضرورت هم لري".
د پاکستان لويديځه پوله د افغانستان سره لګېدلې او په وروستيو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتو د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان او باجوړ کې هم د استخباراتو په بنياد د عملياتو کولو دعوې کړي دي.
په وروستیو کې د ترهګرۍ پرضد پوځي عملیاتو کېدو ته په پارليمان او بهر هم سخت غبرګون ویل شوی او په ځانګړي ډول وزيرستان کې د پوځي عملياتو او په نتيجه کې یې د خلکو کډه کېدو مخالفت شوی وو.
پارلیمان کې د مخالفت وروسته پرون بيا د ملي امنیت په اړوند د کېمرو پرته د قامي اسمبلۍ غونډه شوې چې په اړه یې رسمي کوم بيان مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني مطبوعاتو ويلي د پوځ مشر غونډې ته ویلي چې ترهګرو د تېرې هغې تګلارې نه ګټه پورته کړې کومه چې د دوی پرضد جوړه شوې دوی بيا راغلي او په قبايلي علاقو کې رایوځای شوي دي. خو ويل شوي سياسي او پوځي مشرتابه د ترهګرۍ ضد تګلارې په بيا کتنه سلا شوي دي.
د ډان د خبر ترمخه په غونډه کې په ځانګړي ډول "د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکو د قامي اسمبلۍ غړو د پوځ د مشر نه ځینې مشکل پوښتنې کړي او د تحریک طالبان پاکستان په بيا راپورته کېدو او په تېر حکومت کې د هغو سره د خبرو په اړوند یې ترې تپوسونه کړي دي".
ويل شوي پ"ه غونډه کې ځينې غړو د هغوکسانو پرضد د کارروايۍ غوښتنه هم کړې چا چې د ترهګرو ډلو سهولت کاري کړې ده، او پوځي مشرتابه جواب کړی چې د هغو خلکو دپاره هیڅ نرمه رويه نه ساتل کیږي".
د کور کمانډرانو د غونډې په اړه پوځ ویلي، "د حکومت له اړخه د ترهګرۍ ضد منظوره کړی شوې مبارزه کې به د ټول نظام لارې د ملک څخه د ترهګرۍ، تندروۍ يا انتها خوښۍ او بې ثباتۍ عوامل ختمولی شي".
خو د مبارزې يا عملياتو نور تفصیل نه دی ويل شوی.
په اووم اپرېل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې ویل شوي وو، چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".
هغه وخت هم د يادو عملیاتو جزيات نه وو شريک کړی شوي خو ويل شوي وو "د پاکستان څخه د هر ډول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او په دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".