د خېبرپښتونخوا صوبې په خېبرضلع کې د تورخم پولې ته نزدې غر راښویېدلی چې له امله یې افغانستان ته مالونه وړونکي ګڼ شمېر ګاډي/ ټرکونه د ملبې لاندې راغلي دي.
د ژغورنې اداره او چارواکي وايي، د ملبې څخه تراوسه پورې اته کسان راويستل شوي چې ژوبل وو او د نورو مرګ ژوبلو ويره یې څرګنده کړې ده.
په خېبرضلع کې د ژغورنې ادارې [رېسکيو1122] وياند مقصود عالم وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د شپې نزدې درې بجې د خېبر د رېسکيو کنټرول روم ته د پېښې خبر ترلاسه شوی، او د تورخم د زيرو پواينټ سره نزدې په يو کلوميټر فاصله کې دا غر راښویېدلی دی.
هغه وويل، په تورخم افغانستان ته تلونکي لاره درې لاينونه دي چې ټرکونه او کنټېنرې پرې ولاړې وې د پاسه پرې غر رالوېدلی دی.
هغه زیاته کړه، د غره د راښویېدو علت نه دی معلوم، خو د دوی کار کوونکي چې موقعې ته رسېدلي او هغه په خپله هم په موقع موجود دی دوی ته ځايي خلکو ويلي چې د غره لاندې د 50 نه تر 80 پورې ګاډي د ملبې لاندې ګېر شوي او نزدې د 80 نه تر 100 ميټره ځای باندې غر رالوېدلی دی.
د مقصود عالم په خبره د غره د راښويېدو له امله په ځای په پينځه ګاډو اور لګېدلی، هغه دوی مړ کړی دی. په موقع موجودو نورو ډرايورانو ويلي چې د ملبې لاندې ايسار شوو ګاډو کې د 30 نه تر 40 پورې کسانو امکان څرګند کړی شوی دی خو وې یې ويل دا کره نه ده.
نوموړي نن سهار په شپږ نيمي بجې وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل تراوسه پورې دوی اته کسان ژغورلي چې د څلورو په کې په موقع علاج شوی او څلور روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
د رېسکيو د ویاند ترمخه د غره د راښویېدو له امله د تورخم لاره بنده شوې او د غر لاندې زيات هغه ګاډي ګېر شوي چې افغانستان ته روان وو او مختلف سامانونه پرې بار وو.
وي او اې ډیوه ته د خېبر ضلعې انتظامیې چارواکو ويلي، د ضلعې مرستیال کمشنر او نور چارواکي هم موقعې ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات روان دي.
د چارواکو په وینا لومړۍ هڅه دا روانه ده چې د ملبې لاندې ايسار خلک را اوويستل شي او لاره خلاصه کړی شي.
د رېسکيو د وياند ترمخه د دوی د 100 پورې کار کوونکي او د ژغورنې ګاډي او مشينان په امدادي کارونو بوخت دي.
[د دې خبر نور معلومات به درسره وخت په وخت شريکوو]