واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې آمنه محمد هغو خبرو په افغانانو کې غصې او اندېښنې را پارولې دي چې وایي پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره اړیکو ته اړتیا ده او د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنو په اړه د بحث لپاره به یو کانفرنس وکړي.
د فاطمه فیضي په نوم یوې افغانې د مېرمن آمنې محمد پر خبره توند غبرګون ښکاره کړی او نیوکه یې کړې چې "ملګري ملتونه هیڅکله د خلکو دوست نه دی اوسېدلی". فاطمه فیضي پر ټویټر آمنه محمد مخاطبه کړې او لیکلي یې دي:
"یوه ښځه چې د ملګرو ملتونو په ښکلي کور کې اوسي تر اوسه له کلیوالو ښځو سره اړیکې نه لري. د هغې کارکوونکې له کاره منع شوې دي، خو دا له طالبانو سره د مرستې هڅه کوي چې هغوی په نړیواله توګه وپېژندل شي".
A woman residing in UN fancy house has yet to engage with women from rural areas. Her staff is prohibited from working, yet she is now making efforts to assist the Taliban in gaining international recognition. UN was never the friend of people. https://t.co/85TG7nOHkU
— Fatima Faizi (@FatmaFaizi) April 19, 2023
د ښځو او بشري حقونو یو شمېر نورو افغان فعالانو، لیکوالو او د تېر افغان حکومت چارواکو هم د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو پر کانفرنس اندېښنه او حیراني ښکاره کړې او دا یې له افغانانو خصوصاً ښځو سره جفا بللې ده.
آمنې محمد د امریکې په پرنسټن پوهنتون کې د یوې غونډې ګډونوالو ته په تازه وینا کې ویلي، ملګري ملتونه هیله لري هغه کوچني ګامونه ولټوي چې دوی بیرته [د طالبانو] د پېژندنې لارې ته را ستانه کړي خو وایي د دې لپاره خپل شرطونه دي:
"یوه اصولي پېژندنه، آیا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهېږم، [خو] باید پر دې باندې بحث وشي. ښکاره خبره ده طالبان په رسمیت پېژندل غواړي او دا یو اغېز دی چې موږ یې [پر دوی] لرو".
Students have the power to bring positive change in the world and today I am joining young minds at @Princeton. I am grateful to have the opportunity to hear from them and share ideas for our future. https://t.co/TDRhEAp5H1 pic.twitter.com/QtvB1v1fUw
— Amina J Mohammed (@AminaJMohammed) April 17, 2023
د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې ویلي چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د بحث لپاره کېدونکی کانفرنس به په سیمه کې وي چې مشري به یې د ادارې عمومي مشر انتونیو ګوتېریش کوي خو دا یې نه دي ویلي چې په کوم هېواد کې به وي.
د افغانستان لپاره د امریکې مخکینی استازی زلمی خلیلزاد وايي ملګري ملتونه د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې غونډه کوي چې له ټولې نړۍ به د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړي استازي پکې ګډون کوي.
خلیلزاد د اپرېل پر 18مه په څو پرله پسې ټویټونو کې د دې غونډې هرکلی کړی خو وړاندیز یې کړی چې څلور کارونه باید پکې وشي چې په هغوی کې لومړی د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي کېدل دي او وایي طالبانو نه دی عملي کړی:
"دا ضروري ده چې دواړه اړخونه پخپله دا وګوري ایا طالبان د دوحې پر تړون ولاړ دي که نه او دوی د نړیوالې ټولنې له ارادې خبر کړي چې د دې تړون د عملي کولو پر تګلاره له دوی او نورو سره کار وکړي".
Major figures from the previous Afghan government embrace the agreement as the best framework for dealing with Afghanistan%27s challenges. The agreement has not been fully implemented, and no alternative has comparable broad support among Afghans and the international community.
— Zalmay Khalilzad (@realZalmayMK) April 18, 2023
خلیلزاد وایي د دوحې تړون د عملي کولو د تګلارې لپاره باید د افغانستان اوسني حالات په نظر کې ونیول شي او د ملګرو ملتونو عمومي مشر او د هېوادونو استازي د طالبانو له مشرانو سره ورباندې بحثونه وکړي:
"په دې کې به د طالبانو او نړیوالې ټولنې یو شمېر اقدامات هم شامل وي، د [تړون د عملي کولو] تګلاره باید د ښځو د تعلیم او کار کولو مسئله هم حل کړي".
که څه هم امریکې بیا بیا پر طالبانو تور لګولی چې د دوحې تړون یې په بشپړه توګه نه دی عملي کړی خو طالبان دعوه کوي او نه یواځې دا وایي چې دا تړون یې عملي کړی بلکې تور پورې کوي چې امریکې څو ځله د دې تړون سرغړونه کړې ده.
د سیاسي چارو څېړونکی سمیع یوسفزی وایي ملګري ملتونه به له افغانستانه ونه وځي او د ده په وینا داسې نه ښکاري چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دې د دوحې په راتلونکي کانفرنس کې د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني. سمیع یوسفزي پر ټویټر لیکلي:
"که څه هم طالبان یو جیوپولیټیکل حقیقت دی، خو د ښځو په وړاندې د طالبانو سختې تګلارې او محدودیتونه د نړیوالو لپاره د نه بخښلو وړ دي. نړیوال فکر کوي طالبان له سیاسي پلوه غیرانعطاف منونکي [لچک نه لرونکي] او د پخلاینې وړ نه دي".
ملګري ملتونه به له افغانستان څخه ونه وځي.په ورته وخت کې، داسې نه ښکاري چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه به د دوحې په راتلونکي کنفرانس کې د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت وپيژني. که څه هم طالبان یو جیو پولیټیکل حقیقت دی، خو د ښځو په وړاندې د طالبانو سختې تګلارې او محدودیتونه د…
— Sami Yousafzai (@SamiYousafzaii) April 19, 2023
ملګرو ملتونو تر اوسه دا نه دي ویلي چې د قطر په راتلونکي کانفرنس کې به یې د طالبانو استازي هم ګډون کوي که نه او نه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه ویلي دي چې د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه یې د ملګرو ملتونو په غونډه کې بحث کېږي.
په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون استاد د پي ایچ ډي سکالر عبیدالله بهیر وایي، د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې خبرو ته جذباتي جواب د ده تر پوهې لوړ دی. بهیر پر ټویټر لیکلي چې په دوحه کې د ملګرو ملتونه کېدونکې غونډه څو میاشتې مخکې لا ټاکل شوې وه خو وایي په بد وخت کې اعلان شوه.
عبیدالله بهیر وایي دا غونډه د طالبانو د خوشالولو لپاره نه کېږي او ملګري ملتونه غواړي د طالبانو لپاره لاره برابره کړي چې د رسميت پېژندنې شرطونه وپېژني او پوره یې کړي، وايي دا دومره ستونځه نه ده. بهیر پر ټویټر ځینې پوښتنې کړې دی:
Stating that the UN wants to start paving the path for the Taliban to understand and meet conditions that could get them recognition isn%27t problematic. Stating that recognition is the biggest leverage the IC has is not false either. 2/
— Obaidullah Baheer (@ObaidullaBaheer) April 19, 2023
"ایا آمنه محمد ویلي چې طالبان دې بې له کوم شرط او سمدستي په رسمیت وپېژندل شي؟ نه. آیا زه فکر کوم چې طالبان دې له داخلي منل کېدو او [خلکو ته] د بنیادي بشري حقونو له ورکولو پرته وپېژندل شي؟ نه. خو ایا له سمې هڅونې په کار اخیستو له هغوی سره اړیکو ته دې دوام ورکړل شي؟ یقیناً هو".
د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې آمنه محمد د روان کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته سفر کړی وو او د طالبانو له مشرانو سره یې د ښځو پر کار، تګ راتګ او تعلیم د لګولو بندیزونو په اړه خبرې کړې وې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له هغې سره په ناسته کې له نورو ستونځو سره سره دا شکایت هم ورته کړی وو، چې پر مشرانو لګېدلي بندیزونه او د حکومت په رسمیت نه پېژندل یې د هېواد ستونځې ډېرې کړې دي. د وزارت په بیان کې راغلي وو چې مېرمن آمنې متقي ته "د دغو ستونځو د حل او لا زیاتو پرمختګونو او همکاریو" ډاډ ورکړی وو.