د عوامي نېنشل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان پېښور هايکورټ کې پيټيشن يا خواست کړی چې په پښتونخوا کې د ترهګرو د بيا ابادکارۍ د عمل د پلټنو دپاره دې د لوړې کچې کميټي جوړه کړی شي.
اېمل ولي خان د پنجشنبې- زیارت په ورځ عدالت ته په ورکړي خواست کې ويلي، د ترهګرو په بيا اباد کارۍ کې ککړ ټول کردارونه او معاهدې دې د ولس په وړاندې راوړل شي او د پېښور هايکورټ د چیف جسټس په مشرۍ کې دې د دغه ټول عمل عدالتي پلټنې وشي.
په خواست کې پخوانی وزيراعظم عمران خان، د پاکستان صدر عارف علوي، د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] پخوانی مشر فېض حميد، د خېبرپښتونخوا پخوانی وزيراعلا محمود خان او د صوبې پخوانی وياند او د وزيراعلا مشير بېرسټر سېف، مرکزي او صوبايي حکومت فريق جوړ کړل شوي دي.
بېرسټر سېف وايي، مذاکرات یې کړي دي او په ښکاره یې کړي دي او هدف یې په خاوره امن راوستل وو.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د مذاکراتو په نتيجه کې يو کس هم نه دی اباد کړی شوی که ثبوت ورسره وي راوړاندې دې کړي دغه د دروغو الزام دی.
هغه زياته کړه، دوی يوه معاهده نه ده کړې او نه یې 40000 کسان راوستي دي که راوستل کېدی نو دا به په پټه راتلل؟، ابادۍ داسې نه کيږي.
د اېمل ولي خان خواست چې د دوه وکيلانو بابر خان يوسفزي اېډوکېټ او خضر حیات اېډوکېټ د لارې شوی، د خواست سره د 35 صفحو اسنادو هم جمع کړی شوي چې پکې د مطبوعاتو هغه بیانونه شامل دي په کومو کې چې د خېبرپښتونخوا تېر حکومت د وسله والو سره د خبرو او بیا د وسله والو د خوشي کولو خبرونه شامل دي.
په خواست کې ویل شوي چې اې اېن پي په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف د ګورنر او وزيرانو لخوا د سرکاري خزانې نه د قلنګ ورکولو خبره وړاندې په ګوته کړې وه خو د هغې هم کومې پلټنې نه وې شوې، ځکه د دوی سره عدالت ته د تلو نه علاوه بله لاره نه ده پاتې او عدالت ته خواست کوي چې په دغه اړوند رڼې او فوري پلټنې وکړي او ټول حقايق ولس ته وړاندې کړي.
بابر يوسفزي اېډوکېټ وي او اې ډيوه ته وويل، د کال 2017م يو قانون دی د کوم لاندې چې د دغه ډول غټو پېښو دپاره د لوړې کچې يوه کميټي جوړيږي او هغه یې پلټنې کوي ځکه چې دا د رياست د امنيت او خلکو د ژوند مسله ده.
هغه زياته کړه د اېمل ولي خان وړاندې هم يو موقف وو چې وزيران قلنګ ورکوي خو د هغې پلټنې ونه شوې ځکه دوی اوس غواړي چې د ترهګرو د بحالۍ په اړوند دې پلټنې وشي او ولس ته دې رښتيا وړاندې کړی شي.
تېر کال د اګست په مياشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان منلې وه چې وزيرانو ته او د اسمبلۍ غړو ته یې دړکې ورکول کيږي.
د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ چې د عمران خان په حکومت کې مذاکرات پېل شوي خو تېر کال د نومبر په میاشت کې بيا ټي ټي پي ډز بندي ختمه کړې او بریدونه یې پېل کړي وو. د خېبرپښتونخوا د تېر حکومت وياند بېرسټر سېف په دغو مذاکراتو کې شامل وو.
هغه وخت هم سياستوالو تور لګولو چې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال د يوې معاهدې لاندې راوستل شوي، خو سېف ويلي وو "د ټي ټي پي سره هيڅ پټه معاهده نه ده شوې او نه ورته د ټوپک سره د راتګ ويل شوي او نه ورته د کومې علاقې ورکولو کومه خبره شوې ده".
خو ويلي یې وو، "دا خبره ضرور شوې ده چې د امن دپاره دې يوه لاره ولټول شي".
بېرسټر سېف تېر کال په سوات کې د طالبانو د ښکاره کېدو وروسته ويلي وو، طالبان سوات ته جګړې لپاره نه وو ورغلي بلکې د سوات په غرونو کې چې کومه پېښه رامنځته شوې وه نو هلته (دطالبانو) یو کمانډر د خپلې خور پوښتنې له ورغلی وو.
په سوات کې تېر کال د اګست په میاشت کې وسله وال ښکاره شوي، پوليس او پوځ یې د موجودګۍ تاييد کړی او د هغې وروسته بیا په سوات کې د ناامنۍ او امن دپاره ولسي پاڅونونه پېل شوي چې تراوسه دوام لري.
بېرسټر سېف د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په کابينه کې پاتې شوی او په کال 2020م کې چې کله د اېم کيو اېم سېنېټر وو د پاکستان په سېنېټ کې یې په نورو سېنېټرانو غږ کړی وو چې په افغانستان او کشميرکې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به يې ملګری وي.
په خېبرپښتونخوا صوبه کې په ځانګړي ډول په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
درې ورځې وړاندې د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په خپله په خبری غونډه کې ویلي وو، روان کال تراوسه پورې په ملک کې د ترهګرۍ غټې وړې 436 پېښې شوي چې پکې 293 کسان وژل شوي او 521 ژوبل شوي دي. هغه ويلي وو تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا کې شوي، چرته چې په 219 پېښو کې 192 کسان وژل شوي او 330 ژوبل شوي دي.
هغه ویلي وو، د ترهګرۍ پرضد هره ورځ د 70 نه زيات عمليات پوځي، پولیس او نورې ادارې ترسره کوي او دا وخت په پاکستان کې کومه نو ګو ايريا يا ممنوعه علاقه نشته خو په ځینو ځایونو کې د ترهګرو تشکيلات فعاله دي او د هغو پرضد هره ورځ عمليات کیږي.
مېجر جنرل احمد شریف چودري ويلي وو، د ترهګرۍ پرضد زمونږ کاميابه جګړه به د وروستي ترهګر ختمولو پورې روانه وي.
د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړوند د پوښتنې په ځواب کې پوځي وياند ويلي وو، هغه مذاکرات تېر حکومت پېل کړي وو، د پوځ کار عمليات او جګړه کول دي او هغه کوي.