سوات: مټه کې نن بيا احتجاج شوی، "چیف جسټس دې پښتونخوا کې د بدامنۍ از خود نوټس واخلي"

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې نن بيا ځايي خلکو د امن دپاره احتجاج کړی، د چیف جسټس نه یې په پښتونخوا کې په بدامنۍ د از خود نوټس اخستو غوښتنه کړې او ويلي يې دي که پوځ او نورې ادارې په سوات کې امن راولي دوی ورته هرکلی کوي خو نور دې خلکو ته دروغ ونه ويل شي، په سوات کې دې د تل پاتې امن دپاره خبرې ته کښېني.

د سوات ولسي پاڅون لخوا نن د سوات د مټې په چوک کې راجوړې احتجاجي غونډې ته په وينا کې د عوامي نېشنل ګوند د سوات يو مشر ايوب خان اشاړي وويل، "که د سوات ولس ته تحفظ ورکوي او امن راولي، بدامني نه خوښوي که پوځ دی او که نورې ادارې دې مونږ ورته سلام پېش کوو خو نور دې د سوات خلکو ته دروغ ونه ویل شي".

هغه وویل، "په پاکستان کې د ترهګرۍ پاليسي واضحه شي او که زمونږ سره خبرې کوي او امن راولي نو مونږ ورسره کښېنو او که خبرې د دروغو وي او زمونږ سره خیانت کوي نو بیا امن په مونږه فرض کيږي، مونږ په امن ايمان راوړی دی دا تش په خبرو او نعرو نه کيږي بيا به د يو سپاهي په حېث په خپله راپاڅو، غل ډاکو ته خپله خاوره نه پرېږدو".

د 24م اپرېل په ماسخوتن د سوات په سي ټي ډي پوليس سټېشن کبل کې چاودنې شوې 17 کسان پکې وژل شوي او د 50 نه زيات پکې ژوبل شوي وو، پوليس چارواکو ويلي وو د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوي خو ښکاري چې د تاڼې په مالخانه کې موجود بارود او نوره وسله چاودلې او چاودنې شوې وې.

په سوات کې له دې وړاندې احتجاجونه شوي او د کبل په پوليس سټېشن کې د چاودنې د پلټنو او رښتياو ښکاره کولو غوښتنه شوې ده.

په سوات کې د تېر کال اګست د میاشتې راهسې د امن دپاره ولسي پاڅونونه دوام لري، دغه ولسي پاڅونونه په سوات کې د وسله والو د ښکاره کېدو او ناامنۍ د پېښو وروسته پېل شوي وو.

د مټې نننۍ احتجاجي غونډې ته په وینا کې مختار خان يوسفزي وویل، "نن بيا په سوات کې د اپرېشن خبره کيږي دلته پوځ اپرېشنې کړي، او د ترهګرۍ د ختمولو دعوې شوې وې، بيا پوښتنه راولاړيږي چې په کابل کې مذاکرات چا پېل کړه او څوک دغو مذاکراتو له لاړه".

هغه وويل، "د سوات خلک اوس پوه دي د سوات قامي جرګه به غونډې کوي او داسې تنظيم به جوړوي د ټولو ګوندونو او ټولو خلکو، ځان به تیار ساتو هر ډول حالاتو ته، احتجاجونه به کوو لاريونونه به کوو".

وينا کوونکو وويل، د کبل د تاڼې د چاودنې حقيقت دې خلکو ته ښکاره کړی شي، د سوات خلک ټول په ټوله راپاڅېدلي او امن غواړي، نور د سوات خلک پخوانيو حالاتو ته نه دي تيار، خلک نورې کډې نه کوي.

په سوات کې د تېر کال راهسې د ناامنۍ ضد او امن دپاره ولسي پاڅونونه دوام لري او دغه لړۍ د صوبې نورو برخو ته هم غځېدلې ده.

د پاکستان حکومت او پوځ بیا بيا دعوه کوي چې په ملک کې ترهګرۍ ته ماتې ورکړی شوې او د وروستي ترهګر د ختمېدو پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.