جنرل عاصم منير: په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان د امنیت دپاره بنیادي حیثيت لري

Asim Munir

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير نن په پاکستان ملټري اکېډمي کاکول کې پاسنګ اوټ پرېډ ته په وینا کې ویلي، "په افغانستان کې سوله او ثبات زمونږ [د پاکستان] د امنيت دپاره بنيادي حیثيت لري".

نوموړی ویلي، "په افغانستان کې د سولې د عمل په لړ کې د پاکستان هڅې په سيمه کې د امن او اقتصادي ثبات دپاره زمونږ د خواهشاتو څرګندونه کوي".

هغه زياته کړې، "د افغانانو دپاره په نړۍ کې د پاکستان نه زيات بل کوم کوربه هيواد نشته، پاکستان د تېرو څلورو لسيزو راهسې د 50لکه افغان کډوالو کورب توب کوي".

په 25م اپرېل د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي.

په افغانستان کې چې طالبان د کال 2021م د اګست په مياشت کې په واک کې راغلي، پاکستان څو ځله داسې تورونه لګولي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ دپاره د افغانستان خاوره کاريږي.

د روان کال د جنورۍ په وروستيو کې پېښور کې د بريد وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله د افغانستان د نوم اخستو پرته ویلي وو، چې "زمونږ په يو ګاونډي دوست هيواد کې د طالبانو [تحریک طالبان پاکستان] خوندي ځالې موجودې دي هغوی هلته پلانونه جوړوي او راځي دلته [په پاکستان کې] کارروايانې کوي". او اوس به مونږ له "د پولې پورې غاړې د افغانستان د حکومت سره خبره کول وي چې خپله خاوره زمونږ پرضد ونه کاروي".

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو او له دوی وړاندې افغان حکومتونو تل د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي.

افغانستان او امريکې تل په پاکستان دغه ډول تورونه لګولي چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان هم تل دغه تورونه رد کړي دي.

د روان کال په 22 فرورۍ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی چې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم مل وو.

پاکستان ويلي وو په ياد سفر کې پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.

خو څيړونکي وايي د پاکستان د لوړې کچې حکومتي او استخباراتي پلاوي د کابل سفر او طالب مشرانو سره د ليدو وروسته هم د ترهګرۍ په پېښو کې کوم ښکاره کمی نه دی راغلی، د دې نه معلوميږی چې د اسلام اباد او کابل په مينځ کې بداعتمادي شتون لري بلکې سېوا شوې ده.

په وروستيو کې امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يو خپور کړي رپورټ کې د پنټاګان د پټو اسنادو په اساس ويلي وو، چې د صدر باییډن لخوا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ویستل کیدو راپدېخوا تر دوو کلونو هم کمه موده کې افغانستان د داعش لپاره د همغږۍ یا رابطو په مرکز بدل شوی دی.

په يادو خفیه دستاویزاتو کې ویل شوي وو چې افغانستان کې موجود ترهګر د یو بل سره تماس کې دي او په اروپا او ایشیا کې د ترهګریزو بریدونو پلانونونه جوړوي.

خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د دغو اسنادو رپورټ خپرېدو ته په غبرګون کې ويلي وو "د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیزه شوی سند ښيي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی، مونږ دا ادعا په کلکه ردوو".

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير نن په خپله وینا کې وويل، دښمن د خپلو ناوړه ګټو دپاره د ولس او پوځ ترمنځ د درز يا فاصلې جوړولو هڅې کوي، خو د پوځ دپاره د ولس ساتنې او امنيت نه سېوا بل هیڅ غوره نشته.

هغه زياته کړه "د ټولو سره امن غواړو" خو ورسره یې ويلي په "ډاګه کول غواړي چې زمونږ امن هڅې دې کمزوري ونه ګڼل شي".

نوموړي ويلي، "منظمه ترهګرۍ ته مو ماتې ورکړې ده خو د دې به په بشپړ ډول خاتمه کول وي او چې څوک ملک ته تاوان اړوي د هغو دپاره هیڅ ځای نشته. پوځ په کورنيو او بهرنیو خطرو خبر دی په ټولنه کې چاته هم د بې ثباتۍ او ترهګرۍ اجازه نه ورکوي پوځ د دې دپاره تیار دی".