پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] د ملک په خراب اقتصادي حالت، ماشومانو په مشقت او استحصالي رجحاناتو کې په زياتوالي او د غريبۍ له امله د خلکو په ځان وژنو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
پاکستان کې اوسنی ايتلافي حکومت وايي، اقتصادي مشکلات ورته ورپېښ دي خو د چېلنجونو باوجود به ملک پرمختګ کوي.
د بشري حقونو کمېشن په ملک کې په زوره د بې درکه کړی شوو کسانو دپاره په جوړ پلټنيز کمېشن د عدم اطمنان څرګندونه کړې او ويلي یې دي ځکه چې دغه کمېشن تراوسه پورې په زوره بې درکه کولو کې ککړو کسانو حساب ونه کړو.
پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکی تنظيم [وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز] دعوه کوي چې په زرګونو پښتانه او بلوڅان یې په زوره بې درکه کړی شوي دي، دوی په زوره د بې درکه کولو تورونه په رياستي ادارو لګوي خو حکومت او ادارو وخت په وخت دغه تورونه رد کړي دي.
په ملک کې په زوره د بې درکه شوو کسانو د قضيو د څيړنې حکومتي کمېشن د شمېرو ترمخه د روان کال 31م جنورۍ پورې ورته ټولې 9294 قضیې وړاندې کړی شوي چې پکې تر ټولو زياتې 3380 د خېبرپښتونخوا او بيا په دويم نمبر 2192 د بلوچستان نه رپورټ شوي دي.
د حکومتي کمېشن په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه په بې درکه کسانو کې 3804 بیرته کورونو ته ستانه شوي، 977 په انټرم يا حراستي مرکزونو کې، 623 په زندانونو کې، 241 مړه، 6545 معلوم کړی شوي، 1393 قضیې ختم کړی شوي او ټول 7038 قضیې هوارې کړی شوي او 2256 د پلټنو لاندې دي.
د پاکستان مرکزي حکومت په کال 2022 کې د چا په زوره لا درکه کول د قانون د لارې جرم ګرځولي دي خو د بشري حقونو مبارزين او قانون پوهان بيا هم په دغه قانون نيوکې کوي او وايي په ياد قانون کې د هغه کس لپاره هم سزا مقرر کړی شوې ده څوک چې په رياستي ادارو د چا د بې درکه کولو تور ولګوي او بيا یې ثابت نه کړی شي. دوی وايي د قانون دغه ماده د جبري لا درکيو په رپورټ کولو کې لوی خنډ دی.
اېچ ار سي پي په خپل تازه بيان کې د هغو وسايلو د روڼتيا غوښتنه کړې کوم چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوو ضلعو ته ورکړی کېده خو ويل شوي د اطلاعاتو ترمخه هغه نه دي ورکړی شوي.
د دې ترڅنګ کمېشن ويلي، په خېبرپښتونخوا کې دې د بارودي سورنګانو لرې کولو دپاره منظمه هڅې وشي.
پښتون ژغورنې غورځنګ په خېبرپښتونخوا او ځانګړې توګه قبايلي ضلعو کې د بارودي ماينونو پاکولو غوښتنه کوي او تور لګوي چې په قبايلي ضلعو کې د پوځي عملياتو په مهال پاتې شوي ماينونو وخت په وخت چاودنې کيږي ښځې او ماشومان پکې وژل کيږي او معذوره کيږي خو دغه غوښتنه یې نه منل کيږي.
خو د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودري د اپرېل په 25مه خبري غونډې ته ويلي وو، د قبايلي علاقو 65 فيصده برخه د بارودي سورنګانو څخه پاکه کړی شوې او 98000 نه زيات ماينونه او بمونه ترلاسه کړی شوي او ناکاره کړی شوي دی.
اېچ ار سي پي په ملک کې د اقتصادي نابرابرۍ کمولو په لړ کې په فوري توګه د زرعي اطلاعاتو ټينګار کړی دی.
د بشري حقونو کمېشن پرون په [30م اپرېل] جاري کړي بيان کې ویلي، چې په ملک کې روان سياسي اړي ګړي د پارلیمان سر لوړۍ ته تاوان اړولی، په سر شمېرنه د خلکو د اندېښنو په لړ کې یې د نوټس اخستو، او ټولو صوبو سره ځايي حکومتونو ته د بااختياره جوړولو او د عدالتي موثره نظام سره د ججانو په ټاکنه کې د روڼتيا غوښتنه کړې ده.
اېچ ار سي پي د سيند صوبې په شمال او پنجاب په جنوب کې په امنیت، غلاګانو او خلکو تښتولو، ګلګت بلتستان او کوهستان کې د توندلارو په زياتوالي هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د بشري حقونو کمېشن ويلي، رياست ته به د غېر محفوظه طبقې د حقونو د ساتنې دپاره منظمه هڅې کول وي په کومه طبقه کې چې په اسلام اباد کې په موقتي يا عارضي خېمو کې افغان کډوال هم شامل دي.
اېچ ار سي پي په ملک کې د مذهبي لږکيو په حال هم اندېښنه څرګنده کړې څوک چې د امتيازي سلوک او تشدد سره مخ دي، کمېشن غوښتنه کړې چې په زوره د مذهب بدلولو کومه قانوني مسوده چې په سيند اسمبلۍ کې وړاندې کړی شوې هغه دې منظوره کړی شي.