هند په پاکستان د ترهګرۍ صنعت ته وده ورکولو تورونه لګولي، پاکستان دغو تورونو ته پروپېګنډا ويلې

د هند د بهرنيو چارو وزير سبرانيم جی شنکر چې پاکستان ته د ترهګرۍ د صنعت وياند هېواد ويلي، دغه بیان ته په ځواب کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري ویلي، چې پاکستان خپله د ترهګرۍ ښکار پاتې شوی او د ترهګرۍ په اړوند هند تشه پروپېګنډا کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري د زيارت او جمعې په ورځ د هند ګوا ښار کې د شانګهايي همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون وروسته پرون بیرته ستون شوی دی.

نوموړی په 12 کاله موده کې د پاکستان د بهرنیو چارو کوم لومړی وزير دی چې د هند سفر یې کړی دی.

کراچۍ ته په رسېدو خبريالانو سره په خبرو کې نوموړي ویلي، د هند دوره یې کاميابه وه ځکه چې د شانګهايي همکارۍ سازمان په غونډه کې یې د پاکستان دريځ وړاندې کړی دی، خو د پاکستان او هند ترمنځ د اړيکو يا دوه اړخيزو خبرو په اړه یې ويلي دغه د هند په رويه انحصار لري.

د غونډې په مهال د هند او پاکستان د دوه اړخيزه خبرو په اړوند نوموړي ويلي، "په دغه پلېټ فارم دوه اړخيزه خبرې ممکن نه وې ځکه پاکستان هم په دغه موقع هند سره د خبرو کوم خواست نه وو کړی".

هغه زياته کړې "د کشمیر په اړوند د پاکستان دريځ نه دی بدل شوی او پاکستان ګڼي چې څو پورې هند د کشمیر په اړوند د پينځم اګست 2019م په حیثيت کې بدلون نه وي راوستی خبرې کول ورسره امکان نه لري".

هند چې په ياده نېټه د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړی له دغې ورسته د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې دي.

بلاول بټو زرداري ویلي "د هند سره د بيا خبرو پېل کېدو سازګاره ماحول د هند په رویه انحصار لري او د هغې دپاره به د کشمیر پخوانی حیثیت په ځای کول وي او کشمیريانو ته به د خپل راتلونکې د فېصلې حق ورکول وي".

د شانګهايي همکارۍ د سازمان د غونډې وروسته د هند د بهرنيو چارو وزير خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، "جمو و کشمیر د هند برخه وه او تل به وي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړوند پوښتنې په ځواب کې نوموړي ويلي، "د بلاول بټو سره د شانګهايي همکارۍ سازمان په غونډه کې هغه شان چلند شوی څنګه چې د ترهګرۍ صنعت ته د وده ورکوونکي ملک د وياند سره کولی شي".

د نوموړي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د څرګندونو په اړوند ويډيو چې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې پکې هغه ويلي، "ترهګرۍ ته د وده ورکوونکي، او جواز ورته جوړوونکي، په بخښنې سره د ترهګرۍ د صنعت د وياند ملک پاکستان ته به په دغه حال کې ځواب ورکولی شي".

جی شنکر ویلي "بلاول بټو هند ته راغلو، داسې منافقانه بيان یې ورکړو لکه چې مونږ په يوه کشتۍ کې سواره يو، هغه [پاکستان] ترهګري کوي د ترهګرۍ په اړوند دې دريځ واضحه کړي".

هغه ويلي، "د ترهګرۍ ښکار د ترهګرۍ کوونکو سره په يو ځای ناسته کې د مخنيوي خبره نه شي کولی".

بلاول بټو د هند د بهرنيو چارو د وزير څرګندونو په ځواب کې ویلي، "هند تشه پروپېګنډا کوي په کومه کې چې اوس زور نه دی پاتې".

هغه ویلي پاکستان خپله د ترهګرۍ ښکار پاتې شوی او نړۍ ليدلي چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد کلک ولاړ وو او هغه خپله هم د ترهګرۍ ښکار شوی دی مور یې پخوانۍ وزيراعظمه بېنظیر بټو په ترهګر بريد کې وژل شوې وه.

بلاول بټو د جی شنکر بيان ته "جذباتي پروپېګنډا ويلي" او تور یې لګولی چې په هند کې د واکمنه ګوند بي جی پي سوچ د ټولو مسلمانانو ترهګر ګرځولو دی او د دغه نفرت په بنياد ياد ګوند راتلونکي انتخابات ګټل غواړي.

نوموړي ويلي د شانګهايي همکارۍ سازمان په غونډه کې د هند نه علاوه ټول هېوادونه د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ ملاتړي ليدل کېده.

د هند د بهرنيو چارو وزير ویلي "په غونډه کې د سي پېک په اړوند په ډاګه کړی شوې چې د پرمختګ دپاره رابطې ښه خبره ده خو رابطې د سیمې د خپلواکۍ او امنيت سرغړونه نه شي کولی. هغه ويلي سي پېک د هند د امنيت او خپلواکۍ سرغړونه کوي".

په پينځمه مې د هند د بهرنيو چارو وزیر سره د بلاول د ليدو په اړوند په پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو هم تود بحث شوی.

په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ويډيو کې چې بلاول د جی شنکر سره ويني او عکسونه اخستل کیږي، په دغه مهال جی شنکر هغه ته نمستی کوي او لاس ورسره نه مېلاوهي، په ټولنيزو رسنيو ويل شوي چې جی شنکر د بلاول بټو سره لاس نه دی مېلاو کړی د بلاول بټو سپکاوی ورته ویل شوي.

خو بيا دغه ډول نيوکو ته ځوابونه هم ویل شوي چې د هند د رواج ترمخه بلاول ته جی شنکر نمستی کړي او هغه ورته هم په دغه انداز کې ځواب ویلی دی.