د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله وايي، عمران خان د قانون ترمخه ګرفتار کړی شوی نېب یوه ازاده اداره ده په نېب د حکومت هیڅ فشار نشته. د احستاب قامي ادارې [نېب] په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د نېب د پېنډۍ مرکز پخواني وزیراعظم د القادر يونيورسټۍ ټرسټ د غبن په قضیه کې نيولی دی. تحریک انصاف ګوند د عمران خان د ګرفتارۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کړي دي.
د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله په يوه خبري غونډه کې وويل، "د نېب سره د عمران خان ضد د غبن يا کرپشن په اړند پلټنې روانې وې، نېب ورته رسمي نوټس ورکړی وو د پېشۍ يې ورته ویلي وو چې په پلټنو کې شامل شي خو عمران خان نه پېش کېدو".
رانا ثناالله د عمران خان د ګرفتارۍ په اړوند وويل، "عمران خان د القادر ټرسټ د قضيې د پلټنو په لړ کې نیول شوی،او د القادر ټرسټ په قضيه کې د يو پراپرټي ټايکون پېسې چې په غېر قانونه توګه په برتانیه کې نيول شوې او 60 اربه روپۍ وې، د قانون ترمخه دغه پېسې د پاکستان د ولس امانت وې او په قامي خزانه کې به جمع کېدې".
هغه وويل د پراپرټي ټايکون قضيه چې په سپریم کورټ کې چلېده دغه پېسې د سپريم کورټ په اکاونټ کې جمع کړی شوې او سپريم کورټ یې هم کوم خبر نه وو اخستی.
القادر ټرسټ
د راپورونو ترمخه د القادر ټرسټ په اړوند د احتساب قامي ادارې نېب ويلي، چې د بحريه ټاون مالک ملک رياض، عمران خان او د هغه مېرمن ته د القادر يونيورسټۍ دپاره په جهلم کې 458 کناله، څلور مرلې او 58 فټه مربع ځمکه ورکړې او د هغې په بدل کې عمران خان چې وزيراعظم وو په مبينه توګه ملک رياض ته د برتانيې څخه بيرته راغلو پېسو په لړ کې ګټه رسولې او دغه پېسې چې 190 ملينه پاونډه وې د قامي خزانې په ځای د سپريم کورټ په هغه اکاونټ کې جمع کړی شوې وې په کوم کې چې د بحريه ټاون مالک سپريم کورټ ته په يوه قضيه کې 460 اربه روپۍ جمع کولې.
رانا ثناالله ويلي، "د غبن او رشوتونو د پېسو پټولو دپاره القادر ټرسټ جوړ کړی شوی او د هغې نه ګټه پورته کوونکي عمران خان او د هغه مېرمن دي".
راپورونه وايي، د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د برتانيې څخه راغلې پېسې په کال 2019م کې د کابينۍ د منظورۍ وروسته د سپريم کورټ په اکاونټ کې جمع کړی شوې او نېب په دغه لړ کې د هغه وخت د کابينې غړي هم طلب کړي او ځينې پکې حاضر شوي هم وو.
د عمران خان ګرفتاري
عمران خان چې نن نيول شوی په اړوند یې د اسلام اباد پولیسو ويلي، عمران خان د القادر ټرسټ په قضيه کې ګرفتار کړی شو، حالات د معمول مطابق دي، 144 دفعه په ځای ده او که څوک یې سرغړونه کوي پرضد به یې کارروايي کولی شي.
رانا ثناالله ويلي، د عمران خان د نيولو په مهال مزاحمت شوی وکيلان یې په وړاندې خنډ جوړ شوي خو هغه ګرفتار کړی شوی دی. هغه زياته کړې عمرانان خان نېب ګرفتار کړی او د نېب په حراست کې دی.
نېب نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، "پخوانی وزیراعظم د القادر يونيورسټۍ ټرسټ د غبن په قضيه کې نن په نهمه مې په حراست کې اخستل شوی، پخواني وزیراعظم د نېب د نوټسو ځواب نه ورکولو، د پخواني وزيراعظم ګرفتاري د نېب د قانون لاندې شوې ده".
د اسلام اباد هايکورټ نوټس
ځايي ميډیا وايي، د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان په ګرفتارولو نوټس اخستی، اډيشنل اټارني جنرل او د اسلام اباد پوليسو مشر يې عدالت ته طلب کړي د هغو نه په دغه اړوند پوښتنې کړي دي.
راپورونه وايي د اسلام اباد هايکورټ د اورېدنې وروسته په دغه اړوند فېصله محفوظ کړې چې د عمران خان ګرفتاري د قانون ترمخه شوې که غېر قانوني ده.
د تحريک انصاف مظاهرې او عمران خان بيان
د عمران خان د ګرفتارۍ پرضد د ملک په بېلابيلو ښارونو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.
رانا ثناالله ويلي، که چا د مظاهرو په وخت د قانون سرغړونه وکړه پرضد به یې کارروايي کيږي.
پاکستان تحریک انصاف د عمران خان د نيولو وروسته د نوموړي يوه ويډیو خپره کړې ده.
په ياده ويډیو کې عمران خان ويلي چې دغه ويډیو یې خپريږي "د هغې پورې به هغه په یوه ناجايزه قضيه کې نيول شوی وي، او کېدی شي چې د دې وروسته زه ستاسو سره مخاطب نه شم. ما تل پرامنه جدوجهد کړی او ځکه نيول کېږم چې د حقيقي ازادۍ د تحريک څخه په شا شم".
رانا ثناالله ویلي چې عمران خان "په انتقامي کارروايۍ کې نه بلکې د غبن په قضيه کې نيول شوی دی".
د تحريک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قرېشي په يوه ويډیو کې ويلي چې عمران خان په بې بنياده قضيه کې نيول شوي د هغه د ګرفتارۍ پرضد دې د تحريک انصاف ګوند غړي پرامنه احتجاج وکړي.