د پاکستان سپريم کورټ د عمران خان د خوشي کولو امر کړی او د هغه نيول یې غېرقانونه ګرځولي

د پاکستان سپريم کورټ د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان نيول غېر قانونه وګرځول او د هغه د فوري خوشي کولو حکم یې وکړو.

عمران خان چې په نهمه مې د اسلام اباد هایکورټ د احاطې نه د القادر ټرسټ د نېب په قضيه کې نيول شوی، حکومت او نېب د هغه نيولو ته قانوني ویلي، پرون هغه عدالت ته وړاندې کړی شوی او د نېب عدالت یې د اته ورځو جسماني ريمانډ منظور کړی وو.

د ځايي ميډيا ترمخه سپريم کورټ عمران خان ته وويل چې سبا بيا د اسلام اباد هايکورټ ته وړاندې شي.

د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ چې درې کسيزه بنچ د عمران خان د نيولو په اړوند اورېدنه کوله، چيف جسټس په اورېدنه کې عمران خان ته ویلي، چې "ستاسو په ليدو خوشاله شوم اسلام اباد هايکورټ د ضمانت دپاره ورغلی وې".

چيف جسټس ویلي، "مونږ ګڼو چې ستا نيول غېر قانوني وو". او عمران خان ويلي چې "هغه د اسلام اباد هايکورټ نه اغوا کړی شوی او په ډنډو وهل شوی دی".

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یوې مشرې مریم نواز د سپریم کورټ له خوا د عمران خان په خوشي کېدو توند غبرګون څرګند کړی او پر ټویټر یې لیکلي چې عمران خان "فتنه" ده او چیف جسټن یې دفاع کوي:

"چیف جسټس صاحب نن په دې ډېر خوشاله دی چې د قومي خزانې له 60 اربه خوړونکي سره یې ولیدل او تر دې هم زیات په دې خوشاله دی چې دغه مجرم یې خوشی کړ. د ملک پر مهمو او حساسو ځایونو د بریدونو تر ټولو لوی ذمه وار چیف جسټس دی".

له دې وړاندې په اورېدنه کې چیف جسټس د اسلام اباد پوليسو ته حکم کړی وو چې عمران خان سپريم کورټ ته وړاندې کړي.

د سپريم کورټ د اورېدنې په مهال د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مريم اورنګزېب په يوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې "يو ترهګر د وسله والو ګروپونو مشر ته د رعايت ورکولو د سپريم کورټ د تاثر مطلب به د يو ترهګر په شا ودرېدل وي".

هغې ویلي وو، "که عدالتونه، انصاف او د ملک قانون ترهګرو او وسله والو ته، چا چې زما ملک سوځولی، د هغو په شا ودرېدو او ډاډګېرنه یې وکړه، نو ټول خلک به د دغه رعايت حق لري".

عمران خان په نهمه مې د اسلام اباد هايکورټ د احاطې نه نيول شوی او د احتساب قامي ادارې [نېب] ويلي وو عمران خان یې د القادر ټرسټ د غبن په قضیه کې نيولی وو.

حکومت او نېب ويلي وو عمران خان د قانون ترمخه نيول شوی وو.

د عمران خان د نيولو وروسته هم په هغه ورځ د اسلام اباد هایکورټ چیف جسټس عمر فاروق نوټس اخستی وو چې د هغه نیول قانوني وو که غېر قانونه؟ او بيا يې هم په هغه ورځ ماسخوتن فېصله اورولې او د عمران خان نيول یې قانوني ګرځولي وو.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا پرون سپريم کورټ ته خواست شوی چې د عمران خان ګرفتاري غېر قانونه وګرځوي او د خوشي کولو حکم یې وکړي.

نن د سپريم د کورټ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه بنچ چې پکې جسټس محمد علي مظهر او جسټس اطهر من الله شامل دي، د عمران خان د نيولو په اړوند اورېدنه پېل کړې وه.

په اورېدنه کې چيف جسټس ویلي وو، چې د سپريم کورټ، هايکورټ يا نېب کورټ څخه څوک نه شي نيول کېدی.

چيف جسټس ویلي وو، چې نېب د عدالت سپکاوی کړی او که چرته 90 کسان د عدالت احاطې ته داخل شوي نو د عدالت څه احترام پاتې کيږي؟ په داسې کې به څوک هم ځان په عدالت کې محفوظ نه ګڼي.

چیف جسټس زیاته کړې چې په غېر قانونه کار سترګې نه شي پټولی، چې کومه فېصله واوروي دغه به په هر تن لاګو وي.

د عمران خان وکیل حامد خان عدالت ته ويلي، چې عمران خان په يو کېس کې د نيولو وړاندې اسلام اباد هايکورټ ته د بايو مېټرک دپاره ورغلی او رېنجرو نيولی وو.

جسټس اطهر من الله ویلي، چې څوک د انصاف څخه نه شي محروم کول کېدی، د نېب دپاره غوره وه چې د اسلام اباد هايکورټ د رجسټرار نه یې اجازت اخستی وو، نېب څنګه قانون په لاس کې اخستی؟.

نوموړي جج ویلي، د هايکورټ د تقدس معامله به هم سپريم کورټ ګوري.

د عمران خان د نيولو وروسته د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه شوي، په پوځي او سرکاري ودانيو قهرجن مظاهرين ورغلي، ودانيو او ګاډو ته اوورونه اچول شوي او د مرګ ژوبلو پېښې پکې هم شوي دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، د ايين او قانون لاندې پرامنه احتجاجونه کوي.

خو پرون د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د مرکزي کابينې په غونډه کې ويل شوي د تحریک انصاف رويه اييني، قانوني او جمهوري نه ده بلکې د ترهګرۍ او مخک دښمنۍ ده کومه به چې په هیڅ صورت ونه زغمل شي.

مرکزي کابنيې د تحریک انصاف د احتجاجونو په مهال په سرکاري او شخصي ودانيو ته د اوورونو اچولو او نورو ورانکاريو غندنه کړې او د کورنيو چارو د وزارت په سپارښتنه یې د امنيت دپاره د ايين د 245 مادې لاندې په پنجاب او خېبرپښتونخوا سره په اسلام اباد کې د پوځ په ځای کولو منظوري ورکړې ده.