اسلام اباد هايکورټ عمران خان ته د دوو اوونیو ضمانت ورکړو

د القادر غبن په قضيه کې اسلام اباد هايکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان ضمانت د دوو اوونیو پورې منظور کړو او عدالت وويل چې د 17 مې پورې دې عمران خان په نوې مقدمه کې ونه نيول شي.

د اسلام اباد هايکورټ دوه کسيزه بنچ جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب او جسټس ثمن رفعت عارف د عمران خان د ضمانت په خواست اورېدنه وکړه.

د راپورونو ترمخه جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب په اورېدنه کې وويل، په راتلونکې اورېدنه به دلايل اوري او د هغې وروسته به د ضمانت د منظورۍ يا خارجولو فېصله کوي.

عمران خان ته د ضمانت ترلاسه کېدو په غبرګون کې د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله وويل، دوی ګوري که د عمران خان د نيولو د دوی سره بل کوم جواز وي هغه به نيول کیږي خو که عدالت ويلي چې هغه به نه نیول کيږي بيا یې نه نيسي.

نوموړي دغه د جيو ټي وي سره په خبرو کې وکړه.

عمران خان په نهمه مې د اسلام اباد هايکورټ د احاطې نه نيول شوی او د احتساب قامي ادارې [نېب] ويلي وو عمران خان یې د القادر ټرسټ د غبن په قضیه کې نيولی وو.

حکومت او نېب ويلي وو عمران خان د قانون ترمخه نيول شوی وو.

د عمران خان د نيولو وروسته هم په هغه ورځ د اسلام اباد هایکورټ چیف جسټس عمر فاروق نوټس اخستی وو چې د هغه نیول قانوني وو که غېر قانونه؟ او بيا يې هم په هغه ورځ ماسخوتن فېصله اورولې او د عمران خان نيول یې قانوني ګرځولي وو.

عمران خان بيا د نېب عدالت ته وړاندې کړی شوی او د اته ورځو جسماني ريمانډ یې منظور کړی شوی وو.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا پرون سپريم کورټ ته خواست شوی چې د عمران خان ګرفتاري غېر قانونه وګرځوي او د خوشي کولو حکم یې وکړي.

د پاکستان سپريم کورټ پرون د عمران خان نيول غېر قانونه ګرځولي او د هغه د فوري خوشي کولو حکم یې کړی وو.

د سپريم د کورټ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه بنچ چې پکې جسټس محمد علي مظهر او جسټس اطهر من الله شامل وو د عمران خان ضمانت یې منظور کړی وو.

سپريم کورټ عمران خان ته ويلي وو چې نن به بيا د اسلام اباد هايکورټ ته د ضمانت په لړ کې حاضريږي.

په سپريم کورټ کې د اورېدنې نه وړاندې د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د مرکزي کابينې غونډه شوې او وزیراعظم ويلي چې د عمران خان سهولت کاري کیږي او عدالت د عمران خان بچ کولو دپاره ديوال جوړ شوی دی.

د کابينې غونډې ته په وینا کې نوموړي ويلي، چاته به اجازه ور نه کړي چې قانون په لاس کې واخلي رياست به خپله عملداري يقيني کوي.

هغه دا هم ويلي چې په جناح هاوس او پوځ په ودانيو بريدونه کوونکي به د قانون منګولو ته راولي.

د عمران خان د نيولو وروسته د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه شوي، په پوځي او سرکاري ودانيو قهرجن مظاهرين ورغلي، ودانيو او ګاډو ته اوورونه اچول شوي او د مرګ ژوبلو پېښې پکې هم شوې وې.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، د ايين او قانون لاندې پرامنه احتجاجونه کوي. خو حکومت وايي د تحریک انصاف ګوند په احتجاجونو کې ترهګري شوې ده.