د سوات په کبل سیمه کې د ورکو شویو کسانو کورنیو یو لاریون کړی او د هغوی د موندلو او خوشې کولو غوښتنه یې کړې.
د بشري حقونو د دفاع ولایتي ناظم افتاب علي شاه ویلي چې تر ۵۰۰ زیات کسان بې درکه شوي چې له دغې ډلې څخه یې ۲۰۰ په زندانونو کې موندل شوي.
تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.