روټري انټرنېشنل: پاکستان سره به د پوليو خاتمې دپاره مرستې جاري ساتو

نړيوالې ادارې روټري انټرنېشنل ويلي، د پاکستان سره به د پوليو د خاتمې په لړ کې مرستې دوامداره ساتي، د ادارې مشر د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف سره ليدلي او پاکستان کې د پوليو ضد مبارزې په اړوند یې ورسره خبرې کړي دي.

پاکستان کې د پوليو د مخنیوي پروګرام ويلي، د روټري انټرنېشنل پوليو پلس کمېټۍ مشر مايک مک ګورن په مشرۍ پلاوي د پاکستان د وزيراعظم سره ليدلي پاکستان کې د پولیو ضد مبارزه یې ستايلې ده.

خو پلاوي د امنيتي صورتحال له امله په ځينو علاقو کې د ماشومانو د پوليو ضد څاڅکو څخه محرومه کېدو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

پلاوي ته د پاکستان وزیراعظم ویلي، د روټري هڅې ستايي او زياته کړې یې ده = د پوليو ضد کمپاينونو ته د امنيتي ادارو مرسته ترلاسه ده.

شهباز شريف ویلي، د پوليو ختمول یې د حکومت لومړيتوب دی.

پاکستان کې د پوليو د پروګرام د مخنيوي مشر ډاکټر شهزاد بېګ ویلي، د پوليو د مخنيوي په لړ کې د تېر کال د هڅو له امله د پوليو وایرس د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو پورې محدوده کړی شوي دي او د خورېدو د مخنيوي دپاره یې کوششونه کولی شي.

د روټري مشر ویلي، پاکستان د پوليو خاتمې ته نزدې دی اداره به یې مرستې جاري ساتي او د پاکستان سره د پوليو خاتمې په لړ کې د 5.4 کروړه ډالرو په نوره مرسته هم غور کوي.

د روانې مياشتې په سر کې په اسلام اباد کې د صحت د قامي ادارې ليبارټرۍ تاييد کړې وه چې د پېښور او هنګو څخه په لسم اپرېل اخستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس معلوم شوي کوم چې په جينياتي توګه د افغانستان په ننګرهار کې د موجودو وايرسو سره تړاو لري.

له دغې وړاندې هم ویل شوي وو، له دې وړاندې د جنورۍ په میاشت کې په لاهور کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس موندل شوي او د هغې تعلق هم د ننګرهار د وايرسو سره وو، خو د پولیو پروګرام په هڅو هغه وايرس نورو سيمو ته نه دي منتقل شوي.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يوه پېښه رپورټ شوې او په پينځه ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تاييد شوی دی.

په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې چې پکې 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.

پاکستان کې وخت په وخت د پوليو کمپاينونو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي چې د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.